1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۵،۳ درجې زلزلې د ایران څو ښارونه لړزولي دي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ مهر ۱۱, جمعه

د جمعې په ورځ سهار وختي د ایران په اصفهان ولایت د زواره ښار په شمال ختیځ کې د ریشتر په مقیاس ۵،۳ درجې زلزله رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د زلزلې له کبله د مالي او ځاني زیان رامنځته کیدو په هکله رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/51RY0
Iran | Erdbeben in Khoy
انځور: Soheil Faraji/ISNA/WANA/via REUTERS

په تهران پوهنتون د زلزلې سنجې مرکز د اعلان مطابق زلزله د جمعې (د اکتوبر میاشتې ۳ نیټه) ورځې سهار وختي  د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په پنځو بجو او درو ثانیو د ځمکې د عمق په ۱۰ کیلومترې کې رامنځته شوې ده.

له دې زلزلې وروسته لږ تر لږه ۷ تعقیبې زلزلې رامنځته شوې چې تر ټولو پیاوړې یې ۲،۳ درجې وه. د زلزلې مرکز د ایران په اصفهان ولایت کې د اردستان او مهاباد سیمو ته نږدې و. د رپوټونو په حواله د زلزلې ټکانونه د اصفهان، قم، تهران، کرج، یزد او څو نورو ښارونو کې هم احساس شوي دي.

د اصفهان د بحران د مدیریت ادارې مشر په وینا دغې زلزلې د اصفهان ښار په ګډون په لسو نورو ښارونو کې ودانۍ لړزولي دي.

د سره میاشتې (هلال احمر) سازمان د لومړنیو ارزونو مطابق د زواره زلزلې مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب