1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کی زلزلې لږ تر لږه پنځه تنه وژلي

۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعه

د ایران په شمال لویدیځ کي یوې زلزلې چي شدت یی د ریشتر په مقیاس ۵،۹ وو لږ ترلږه پنځه تنه وژلي او تر ۳۱۰ ډیر نور کسان یې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Sfo6
Iran Erdbeben im Nordwesten
انځور: Fars

دغه خبر د ایران دولتي رسنیو د چارواکو په حواله ورکړی دی. هغوی د نورو قربانیانو انتظار هم کوي. د امریکا متحده ایالاتو د زلزلو د معلومولو د مرکز په حواله دغه زلزله د جمعې په سهار وختي د هشت رود له ښار څخه چی د ارمنستان او آذرباییجان سره په سرحد کي پروت دی ۵۰ کیلومتره لیري شمال ختیځي خواته رامنځته سوه.

د ایرنا خبري آژانس په حواله دغه زلزله د ایران په لویدیځ آذرباییجان، گیلان، اردبیل او زنجان ایالتونو کي هم احساسه سوې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د ژغورونې ډیر ټیمونه زیانمنې سوې سیمې ته استولي دي. د ایران په شمال لویدیځ او د ترکیی په ختیځ کي تل زلزلې رامنځته کیږي.

G.P/M.J/dpa