1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: چین په بیړه د خپلو اټومي وسلو زیرمې پراخوي

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په حواله چین همدا اوس تر ۴۰۰ ډېر اټومي سرګلولې لري. پنتاګون په بیړه د چین د اټومي وسلو د پراختیا له کبله اندېښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4KICS
BG Nuklearwaffen | chinesische Dongfeng-41 Raketen
انځور: Zhang Haofu/Xinhua/picture alliance

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي دي چې تر ۲۰۳۵م کاله پورې به د چین اټومي زیرمې څلور برابره زیاتي شي. د پنتاګون په یوه رپوټ کې راغلي دي چې که چین د خپلو اټومي وسلو د انکشاف اوسنی ګړندیتوب وساتي، نو ډیر احتمال شته چې دغه هیواد به تر ۲۰۳۵م کاله پورې ۱۵۰ اټومي سرګولولې ولري.

سره له دې چې دوه اټومي قدرتونه روسیه او امریکا متحده ایالات په کراتو تر دې ډیرې اټومي سرګلولې لري، خو پنتاګون د چین د اټومي سرګلولو د ډیریدو له کبله اندېښنه ښودلې ده.

اړوند: د چين پولې ته څېرمه د هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت رایدر، خبرداری ورکړی دی چې د چین د اټومي زیرمو پراخوالی کیدای شي د بی ثباتۍ د زیاتیدو سبب شي: «په هره اندازه چې [اټومي سرګلولې] زیاتیږي، په هم هغه اندازه به د لا زیاتې اندېښنې وړ وي او په هم هغه اندازه په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب کیږي.»

د امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې همدارنګه د چین د بالستیک توغندیو د مودرنه یا عصري کیدو خبر ورکړل شوی دی؛ هغه توغندي چې کیدای شي د اټومي سرګلولو د لیږد توان ولري.

د پنتاګون د رپوټ پر بنسټ تیرکال د چین د ولسي جمهوریت له خوا ۱۳۵ بالستیک توغندي د آزمويل شوي دي «چې دا په مجموع کې په ټوله نړۍ کې له ازموېل شوو دا ډول توغندیو څخه زیات دي.»

پنتاګون لیکلي دي چې سربیره پر دې د چین رهبري د دغه هیواد د هوایي ځواکونو په مودرنه کولو کې ډېر چټک پرمختګ کړی دی او ځان یي د لویدیځو هیوادونو کچې ته نږدې کړی دی.

«چین تر ټولو ستره جیو پولیتیکه ننګونه ګڼل کیږي»

د جو بایدن حکومت په پوځي او اقتصادي برخو کې د چین پرمختګونه او هڅې تر ټولو سترې ننګونې بللې دي.

دوې اونۍ مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د جي ۲۰ سرمشریزې په غونډه کې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د امريکا او چين ولسمشرانو سره وليدل

دا د ولسمشر په توګه د جو بایدن تر ټاکل کیدو وروسته د دواړو ولسمشرانو لومړنۍ لیدنه کتنه وه. په دې لیدنه کتنه کې له تایوان سره د چین چلند د دواړو اړخونو ترمنځ د بحث یوه له مهمو موضوعاتو څخه وه. چین ادعا لري چې تایوان یي د قلمرو یوه برخه ده او څو واره یي پر دغه ټاپویي هیواد د برید کولو ګواښ کړی دی.

nz/ns (afp, dpa, ap)