ترودو: د کاناډا په فضا کې مو یو ناپيژندل شوی څیز ویشتلی دی
۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه
د شمالي امریکا پر آسمان یو وار بیا یو الوتونکی نا پيژندل شوی څيز را نسکور کړای شوی دی، خو دا وار په کاناډا کې. مخکې تر دې امریکایي چارواکو د آلاسکا پر فضا د یوه نا پيژندل شوي شي د را نسکورولو خبر ورکړی و.
واشنګټن: د چین بالون د ستر جاسوسي پروګرام برخه وه
د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو د شنبې (د فبرورۍ ۱۱ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د کاناډا په شمال لویدیځ کې د امریکا د جنګي الوتکو په وسیله یو ناپيژندل شوی شی را نسکور کړای شوی دی. په دغو عملیاتو کې د کاناډا جنګي الوتکو هم ګډون کړی وو.
د کاناډا لومړي وزیر ویلي دي چې د دغه هیواد پوځي ځواکونو د را نسکور شوي شي یا څیز ټوټې را ټولې کړي دي او وروسته به بررسي او و ارزول شي. نوموړي زیاته کړې ده چې په دې اړه یي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم خبرې کړي دي.
د کاناډا د دفاع وزیرې آنیتا آناند په خبره دغه څیز «استوانه ای شکل» درلود او د شاوخوا ۱۲ کیلومترو په ارتفاع کې د پرواز په حال کې و.
د فیبرورۍ په ۴ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په فضا کې د چین د جاسوسۍ بالون تر کشف او را نسکورولو وروسته د امریکا ځواکونه د ځانګړي تیارسئ په حال کې ول.
سپینې ماڼۍ د شنبې (د فیبرورۍ۱۱ نیټه) ورځې په سهار د آلاسکا سمندر دپاسه فضا کې د امریکایي پوځ له خوا د یوه ناپيژندل شوي الوتونکي ډوله شي یا څیر د را نسکورولو خبر ورکړی وو.
د چین د هوايي بالونونو په اړه څه په ډاګه شوي
د امریکایي چارواکو په خبره د دغه څیز حجم د هغه چینایي بالون څخه په مراتبو کوچنی وو چې مخکې تر دې د امریکايي پوځ له خوا را نسکور کړای شوی و. تر اوسه پورې د دغه الوتونکي جسم یا څیز د ماهیت په هکله جزویات نه دي ورکړل شوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا