1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبورکینافاسو

بورکينا فاسو: وسله والو په لسونو ښځې تښتولي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

دغه ښځې له هغه ښارګوټي ته له څېرمه سيمې څخه تښتول شوي دي چې له کلونو راهېسې د وسله والو له خوا کلابند دی او خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. دا په بورکينا فاسو کې د ښځو د ډله ایزې تښتونې لومړۍ پېښه ګنل کیږي.

https://p.dw.com/p/4MIGH
بورکينا فاسو د لویدیځې افريقا يو بې وزله هېواد دی
بورکينا فاسو د لویدیځې افريقا يو بې وزله هېواد دیانځور: Sam Mednick/AP/picture alliance

د بورکينا فاسو په شمال کې جهادستانو څه نا څه ۵۰ ښځې چې د خپلو کورنيو له پاره د خوراکي توکو په لټه کې وې، تښتولي دي. د بورکينا فاسو حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه پېښه په سوم ايالت کې د جنورۍ پر ۱۲ او ۱۳مه نيټو رامنځته شوې ده. زياته شوې چې په تښتول شويو ښځو پسې لټه روانه ده.

اسلامپاله وسله وال چې له ګاونډي هېواد مالي څخه یې له ۲۰۱۵م کال راهېسې بورکينا فاسو ته پښه غځولې ده، وخت پر وخت هلته لويديځوال او سيمه ایز وګړي تښتوي. خو د تښتونې دا تازه پېښه د لویدیځې افريقا په دې هېواد کې چې د نړۍ په ډېرو بې وزلو هېوادونو کې شميرل کيږي، د ډله ایزې تښتونې لومړۍ پېښه ده.

ښځې څرنګه تښتول شوي؟

د حکومت له خوا ويل شوي چې دغه ښځې د اربندا ښارګوټي په سويل ختیځ کې د ۱۵ کيلومترو په واټن کې د پراته کلي ليکي په څنډو کې د ځنګلي ميوو د ټولولو په حال کې وې چې وسله والو ونيولې. دغه ښارګوټي له ۲۰۱۹م کال راهېسې د وسله والو له خوا کلابند دی او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګريوان دی.

 

تښتول شويو ښځو د کورنيو غړيو د رويترز خبري آژانس ته وويل چې په عمومي توګه نارينه د جهادستانو له خوا د په نخښه کيیدو ويره لري نو له همدې کبله ښځو دا خطر پر ځان ومانه ځکه هغوی تر اوسه هدف نه وې ګرځېدلې.

بورکينا فاسو کې تل پوځي پرسونل د وسله والو هدف ګرځي
بورکينا فاسو کې تل پوځي پرسونل د وسله والو هدف ګرځيانځور: Vincent Bado/REUTERS

وسله والو د هېواد په شمال کې په دې وروستيو کې يو شمير ساحې کلابندې کړي دي، په داسې حال کې ډیری سيمې دباندې څخه د خوراکي توکو پر اکمالاتو تکيه کوي. په سپتمبر مياشت کې هم وسله والو د خوراکي توکو پر يوه کتار بريد وکړ او يو شمير عسکر یې ووژل.

بورکینا فاسو د فرانسې نړېوالې راډيو خپرونې بندې کړې

د مدني ټولنې يوه فعال ادريس نانديني تېر کال خبرداری ورکړی وو چې د اربندا کلي اوسيدونکو د خوراکي توکو خپلې زېرمې کارولي دي او اوس دغه سيمه د «بشري ناورين» پر پاڼ ولاړه ده.

پر تښتونه غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر فولکر تورک د تښتونې دا پېښه يو خبرداری وباله. هغه وويل چې دا په بورکينا فاسو کې د «ښځو د په نښه کولو لومړی قصدي بريد کيدای شي وي.» نوموړي د ښځو ژر تر ژره او بې شرطه آزادولو غږ وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې مسئول کسان دې وپيژني او ځواب ويلو ته دې يې اړ کړي.

د ښځو د تښتونې دا پېښه د فرانسې له خوا هم غندل شوې چې د بورکينا فاسو يو متحد بلل کیږي او بورکينا فاسو یې مستعمره وه. همدا راز د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

په بورکینا فاسو کي بیا کودتا وسوه

په دې تېرو څو کلونو کې په بورکينا فاسو کې د القاعدې شبکې سره د تړاو لرونکې ډلو او همدا راز د په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې له خوا د زور زیاتي له کبله تقریباً ۲ ميليونه انسانان بې ځایه شوي او په زرونه نور وژل شوي دي. دغه ناوړه امنيتي وضعيت په يوازې تېر يوه کال کې د دوو پوځي کودتاو باعث وګرځېد.

ب. ص/ خ. ح (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: