کونړ: چاودنې د طالبانو د پولیسو قوماندان وژلی
۱۴۰۰ مهر ۲۲, پنجشنبهد طالبانو یوه چارواکي ویلي دي چې پیښه د پنجشنبې په ورځ د کونړ ولایت په اسد آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده چې هدف یې د طالبانو د شیګل ولسوالۍ قوماندان وو.
د طالبانو دې چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه خپریدو په شرط ویلي دي: «د پولیسو قوماندان وژل شوی دی او یوولس تنه نور بیا ټپیان دي.»
د کونړ د مرکزي روغتون یوه ډاکټر هم پیښه تایید کړې ده او ویلي یې چې دې روغتون ته یوولس تنه ټپیان راوړل شوي دي. په خبره یې په ټپیانو کې د طالبانو څلور تنه جنګلیالي هم شامل دي.
په کندز کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه نه ده منلې خو تر دې مخکې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د خراسان شاخي دغه ډول بریدونه ترسره کړي دي. دغه ډله د افغانستان په ختیځ کې د نورو سیمو په پرتله پراخ حضور لري.
طالبانو له ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې د اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې سر پورته کړ، د هغې پر ضد جګړه کړې ده. په دې وروستیو کې د اسلامي ډولت ډلې د خراسان څانګې په افغانستان کې د بریدونو پړه منلې ده چې په کې په کندز ولایت کې پر یوه مسجد باندې برید هم شامل دی. دې برید شاوخوا سل تنه ووژل.