1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټول امریکایي ځواکونه بې له شرطه له افغانستانه وځي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

ولسمشر بایدن به خپل ټول پوځیان د روان کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ نېټې پوري بې له شرطه له افغانستان څخه وباسي. طالبانو هم ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پوري به په کوم کنفرانس کې ګډون نه کوي.

https://p.dw.com/p/3ryLA
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو په اړه اندیښنې تر بل هر وخت ډیري دي، د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په خبره، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ‍‍۱۱مې نېټې پوري خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي. هغه غواړي په دې سره د امریکا تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ختمه کړي.

د مخکني پلان له مخې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په تړون کې پر توافق شوی وو، باید ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د رروانې میاشتې تر پايه پوري وتلي وای. خو دغه بهیر ځکه وځنډید چې طالبانو د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له ادارې سره تړون لاسلیک کړی وو، او کله چې جو باید واک ته رسید، نو هغه د واشنګټن او طالبانو تر منځ تړون او د افغانستان وضعیت له سره و ارزاوه او بیا دې پریکړې ته ورسېد.

Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani
د بایدن د احتمالي پریکړې په هکله افغان حکومت رسمي دریځ نه دی اعلان کړی

دغه پریکړه په داسې حال کې کیږي چې ترکیې د همدې اپريل میاشتې په پای کې د افغانستان د سولې په تړاو د یوه کنفرانس کوربتوب اعلان کړی دی. ترکیې ویلي دي چې طالبان او افغان حکومت به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم، پر خپل تویتر پاڼې باندې لیکلي دي چې تر هغو به د افغانستان په اړه په جوړیدونکو کنفرانسونو کې ګډون وکړي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي.

هغه زیاته کړې: «تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هيواد څخه نه وي وتلي، د افغانستان اسلامی امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه پکې کېږي.»

پلان شوې ده چې ولسمشر بایدن به پخپله د چهارشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه اعلان کړي. یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي دي چې باید به له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړي او په دې ترتیب به یوازې هغه محدود امریکایي پوځي پرسونل په افغانستان کې میشت وي چې دنده به یې په دې هیواد کې د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت محافظت او ساتنه وي.

تر دې مخکې تمه کیده چې د باید اداره به په افغانستان کې خپل یو شمېر پوځیان له القاعدې او داعش ترهګرو ډلو سره د مبارزې په موخه وساتي او پر دې سربیره به د نورو ځواکونو د ایستلو سرعت د افغان سولې بهیر پرمختګ او په دې هیواد کې شرایطو پورې مشروط کړي. خو په پای کې داسې ښکاري چې باید له دې پریکړو یوه یې هم و نه کړه او ښايي خپل ټول پوځیان پرته له دې چې د افغانستان شرایط او د سولې د خبرو پرمختګ په پام کې ونیسي، وباسي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ويلي دي: «ولسمشر داسې قضاوت کړی دی چې د شرایطو په پام کې نیولو سره د پوځیانو ایستل، چې د تیرو دوو لسیزو کړنلاره وه، د تل له پاره په افغانستان کې د پاتېدو شرایط برابروي.»

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په ۲۰۲۰م کال کې په دوحه کې توافق لاسلیک کړانځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي له خبریالانو سره د نوم نه خپریدو په شرط خبرې کړې دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې له افغانستان څخه د پاتې امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ به په می میاشت کې پیل شي او ښايي د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې لا پوري بشپړه شي. هغه طالبانو ته هم ګواښ وکړ چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پر هغوی باندې بریدونه و نه کړي که نو په خبره یې به ځوابي سخت برید ترسره شي.

داسې اندیښنې شته چې په افغانستان کې به جګړه دوام ومومي. د سه شنبې په ورځ د ملي استخباراتو ادارې له خوا د ګواښ د ارزونې په یوه رپوټ کې راغلي دي چې طالبان «ډاډمن دي چې پوځي بریا ترلاسه کولی شي».

په همدې رپوټ کې زیاته شوې ده چې که څه هم افغان ځواکونه د ښارونو کنترول په لاس کې لري، خو بیا هم په دې نه دي توانیدلي چې پر تازه نیول شویو سیمو کنترول وساتي او یا هم په ۲۰۲۰م کال کې له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب