د امریکا متحده ايالاتو د داخلي امنيت وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې په اصطلاح د « Temporary Protected Status» ټي پي اس يا موقتي محافظتي اقامې د ورکړې د دې پروګرام له لارې به د هغو ۷۲ زرو او ۵۰۰ افغانانو د اخراج مخه ونيوله شي چې د امريکا د تخلیې د پروګرام په ترڅ کې امريکا ته انتقال شوي ول او د بشر دوستۍ پر بنسټ یې د لنډې مودې اقامه ترلاسه کړې وه.
دا پروګرام به هغه کابو ۲۰۰۰ افغانان هم تر پوښښ لاندې ونيسي چې امريکا متحده ايالاتو ته د محصل، تاجر او يا د سيالاني په توګه تللي ول او په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې نه شوای کولی بيرته ستانه شي.
د امریکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې هغه افغانان به د موقتي حفاظت د دې پروګرام په ترڅ کې د ۱۸ مياشتو اقامه ترلاسه کړي چې د مارچ مياشتې د ۱۵مې نيټې تر مخه په امريکا کې ول. زياته شوې چې د اقامې موده تمديد کيدلای هم شي.
د دې پروګرام له لارې به هغه بهرني اتباع چې په خپلو ټاټوبو کې د جګړې، تاوتریخوالي، طبيعي آفاتو او يا د نورو غير معمولي حالاتو له کبله بيرته نه شي ستنېدلای، وکولای شي چې د يوه ټاکل شوي وخت له پاره په قانوني توګه په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي.
د امريکا د داخلي امنيت وزير اليخاندرو ماريورکاس په يوه اړونده اعلاميه کې ويلي دي چې د دې پروګرام له لارې به افغانان له شړل کيدو او بيرته د خطرناک وضعيت سره د مخ کيدو وژغورل شي او دا به «له هغو شريکانو او له خطر سره مخ افغانانو سره يوه مرسته وي چې په افغانستان کې یې د امريکا د پوځ، ديپلوماتانو او بشري مرستو له ماموریتونو سره په تېرو شلو کلونو کې مرسته کړې ده.»
امريکا ته تخليه سوي افغانان د کور پيدا کولو ستونزې لري
په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، متحده ایالاتو له ۸۶ زرو ډېرو افغانانو ته دغه هيواد ته د داخليدو اجازه ورکړه. د امريکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې له دوی څخه یې ۴۰ سلنه د مهاجرت د ځانګرو ويزو مستحق ول. د مهاجرت د ویزې ترلاسه کول يوه اوږده او پيچلې پروسه ده چې د دايمي اقامې او د امریکا متحده ايالاتو د تابعيت ترلاسه کولو ته هم لاره هواروي.
ډېری افغانان چې په دې وروستيو کې امريکا ته مهاجر شوي، د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي توګه په شمالي ویرجينيا، د واشنګټن دي سي په شا او خوا، شمالي کاليفورنيا او تکساس کې ميشت شوي دي.
د مهاجرو پلوي ټولنو په تکرار سره د بايدن له اداري غوښتي چې افغانانو ته د موقتي محافظت وضعيت ورکړل شي څو د دې مخه ونيوله شي چې د دوه کلن بشردوستانه محافظت د دورې تر ختميدو وروسته دغه مهاجر له يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ نه شي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
له قومي مشر څخه تر پناه غوښتونکي پوري
وزیرخان ځدران له خپلي ۱۵ کلني لور سره د مکتب د کورني کار په برخه کي مرسته کوي. ځدران، چي اوس د امریکا متحده ایالاتو د کنتاکي د ایالت په بولینگ گرین کي ژوند کوي، په افغانستان کي له قومي مشرانو څخه يو وو چي د طالبانو په وړاندي جنگیده. دغه ۴۱ کلن سړی وایی چي امریکایانو هغه او د هغه کورنۍ وژغورله او د اگست په میاشت کي یې د هلیکوپتر په مرسته هوایی ډگر ته انتقال کړل.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
یو په زړه پوري ښار
ځدران او د هغه میرمن نورینا له خپلو اولادونو سره شیریخ خوري. د بولینگ گرین ښار له څلورو لسیزو راهیسي ډیری مهاجر د نړۍ له بحراني سیمو څخه منلي دي. مهاجرو هم ددغه ښار چي ۷۲ زره نفوس لري ، په رنگارنگي او اقتصادي رونق کي برخه اخیستې ده.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
له کلتور سره آشنايي
د ځدران شپږ کوچنیان انگلیسي سندري زده کوي، کتابخانې ته ځي او په دغه تصویر کي «بابا نوئل» ته د یوه خط د لیکلو په حال کي لیدل کیږي. د کورنۍ پلار چي د «نړیوال مرکز» په نامه د نوي استوگنځي د آژانس په مرسته یې کور پیدا کړی وایي: «موږ په بولینگ گرین کي ډیر خوشاله یو. محلي ټولني هم زموږ سره مرسته کوي تر څو ددغه ځای له کلتور او فرهنگ سره آشنا سو.»
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
کوچنیان ژر عادت نیسي
۶ کلن ثنأالله د سوپرمن په جامو کي له خپل ورور ۱۳ کلن سمیع الله او خپلي خور ۴ کلني زهرا سره په تابلت کي لوبي کوي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت په اوس وخت کي د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه تخلیه سرته رسوي چي د ویتنام ترجگړې وروسته سابقه نلري. له شاوخوا ۷۵ زرو افغانانو څخه چي په پا م کي ده په امریکا متحده ایالاتو کي ځای پر ځای سي، د بولدینگ گرین ښار له هغو څخه په دغو څو میاشتو کي ۳۵۰ تنه ومني.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
د امریکايي ژوند طریقه
دغه کورنۍ باید زده کړي چي د امریکایانو په طریقه ژوند څه ډول دی، څنگه باید موټر وچلوي، خپل کریدت کارت څنگه په لاس راوړي او د یوه توفان په رارسیدو سره باید څه وکړي. په کنتاکي کي وروستیو توفانونو د افغانانو د امنیت احساس هم متزلزل کړی دی. ځدران وایی چي موږ هیڅکله دا ډول توفان په افغانستان کي نه وو لیدلی خو خدای وژغورلو.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
په شنه طبیعت کي د آرامۍ احساس
۱۳ کلن ثنأالله په بشپړ آرامتیا سره د «زیري» گل پوف کوي. د ځدران کورنۍ ځانونه بختور بولي چي په امنیت کې په يوه داسې ټولنه کي ژوند ک چي له هغوی څخه هرکلی او مرسته ورسره کوي. بولینگ گرین یو زراعتي او تولیدي مرکز دی چي د خپلو نوو اوسیدونکو له پاره ډیر کار ځایونه لري. د څدران کورنۍ په يوه داسې کور کې اوسي چې باغچه هم لري.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
خپل هويت باید له لاسه ورنه کړي
د ځدران کورنۍ د سباناري پر میز. بولینگ گرین په داسي یوه ښار مشهور دی چي پناه غوښتونکو ته ددې فرصت برابروي چي خپل هوئیت وساتي او په عین حال کي امریکایی سي. دغه ښار یوه محافظه کاره ټولنیزه فضا لري.
-
له کابله ترکنتاکي: د یوې افغاني کورنۍ نوی ژوند
په کور کي
د ځدران کوچنیان په چټکۍ سره ځانونه له نوي کلتور سره عیاروي. زلیخا په کور کي خپلو ورونو او خویندو ته انگلیسي سندري ورزده کوي. هغه داسي یوه سندره وایی: «?What are you thankful for( له کوم شي څخه منندویه یې؟)