1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/45JsL

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هغه افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ پر مهال ورک شوی وو، تر موندل کیدو وروسته په کابل کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوی دی. رویټرز خبري اژانس نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنوري پر ۹مه) په خپل یوه  تازه رپوټ کې لیکلي چې د تېر میلادي کال د اګست په نیمايي کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې لادرکه ماشوم تر موندل کیدو وروسته اوس بیرته د ماشوم خپلوانو ته وسپارل شو.