په بلجیم کي مهاجرو تر دوو میاشتو وروسته غذايي اعتصاب ختم کړ
۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبههغوی خپل دغه غذايي اعتصاب ته پرون چهارشنبه(د جولای ۲۱مه) خاتمه ورکړه. خبري آژانس «بیلګا» د اعتصاب کوونکو مهاجرو په حواله رپوټ ورکړی دی چي د دغه اعتصاب په جریان کي د هغوی او حکومت نمایندګانو سره ولیدل او تر منځ یې «موافقې» سوي دي.
خو لکه څنګه چي بیلګا بیا هم ویلي دي، تر اوسه پوري لا معلومه نه وه چي اعتصاب کوونکي واقعاً اماده دي چي بیرته ډوډی وخوري او که څنګه؟
د تیري می میاشتي پر ۲۳ مه څه ناڅه ۴۵۰ مهاجرو په غذايي اعتصاب باندي لاس پوري کړ. هغوی د بروکسل د یوې کلیسا او پوهنتون د ودانۍ سره نژدې خپل اعتصاب پيل کړی وو.
د همدغه رپوټ په حواله به اوس د اعتصاب تر ختمیدو وروسته هر اعتصاب کوونکي ته له نن پنجشنبې ورځي څخه د خپل اقامت د امکاناتو په باب معلومات ورکول کیږي.
اعتصاب تر هغه وروسته یوې خطرناکي مرحلې ته داخل سو چي یو تعداد اعتصاب کوونکو اعلان وکړ، چي نور به اوبه هم نه څښي. ځکه نو «د نړۍ ډاکتران» په نامه خیریه سامان د هغوی د ممکنه مړه کیدو څخه خبرداری ورکړ.
په بلجیم کي تقریباً ۱۵۰۰۰۰ داسي مهاجرین اوسیږي چي د اقامت اجازه نامې نه لري. په همدې دلیل تیره اونۍ د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ چي د هغوی له دغه حالت څخه د کار او کور پیداکولو په بازار کي سؤ استفاده کیږي، کورونه په ګرانه بیه په کرایه ورکول کیږي او برعکس د کار په مقابل کي د عادي خلګو په مقایسه لږ پيسې او معاشونه ورکول کیږي.