1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا پوځ يو بل «الوتونکی شی» ويشتلی دی

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د امریکا هوايي قواوو بیا یوه هوايي آله ویشتلې، خو دا وار د هیورن بحیرې پر سر، کومه چي د کاناډا او امریکا متحده ایالاتو په سرحد کي موقعیت لري. په همدې حال کي امریکا او چین د بالونونو د موضوع په اړه خبري سره کوي.

https://p.dw.com/p/4NPMB
Lake Huron Satellitenaufnahme
انځور: NASA Earth/Zuna/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یوې بلي نا پيژندل سوي هوايي آلې د ویشتلو خبر تایید کړی دی. پنتاګون خبر ورکړی دی چي دغه واقعه په میشیګن ایالت کي د هیورن بحیرې پر سر باندي رامنځته سوې ده.

د میشیګن ایالت د کانګرس جمهوري غوښتونکي وکیل، جېک بیرګمن لیکلي دي: «زه د جنګي پیلوټانو د قاطع دغه عمل ستاینه کوم». په عین حال کي هغه ټینګار وکړ چي « د امریکا ولس تر دې لا ښه جواب ورکولو ته منتظر ؤ، تر کوم چي اوس موږ ورکړی دی».

په عین ډول سره د دغه ایالت د دیموکراټانو وکیلي، الیزا ستولکین ویلي دي،«موږ له دې سره علاقه لرو چي دا څه ډول یوه آله وه او د کوم هدف په خاطر وه».

له ورځو راهیسي یوه معما ده

د شمالي امریکا پر فضا باندي دغو اسرار آمیزه هوايي آلو ښکاره کیدل امریکا متحده ایالات او نړۍ مصروفه کړې او یوه معما ورته ګرځېدلې ده.

USA Abschuss Ballon China
د امریکا د پوځ لخوا ویشتل سوی بالونانځور: Chad Fish/AP/picture alliance

د امریکا هوايي قواوو حتی د تیري جمعې او شنبې په ورځو باندي دوه ښه نه پیژندل سوي هوايي آلې ویشتلي دي: یوه د امریکا د الاسکا ایالت د ساحل مخته او بله د کاناډا پر شمال باندي. خو تراوسه پوري لا دا معلومه نه ده چي دا څه ډول آلې دي، د کومه ځایه راځي او کوم اهداف یې تعقیبول. ویل کیږي، چي د هغوی د بقایاوو او ټوټو تر راایستلو وروسته به یې نتیجه هم معلومه سي.

په دې اړوند بل مطلب: واشنګټن: د چین بالون د ستر جاسوسي پروګرام برخه وه

اوسنۍ پيښي د هغه چینايي استخباراتي بالون پيښه په یاد راوړي چي د فبرورۍ میاشتي په سر کي د سوت کارولاین ایالت د ساحل مخته د امریکا د هوايي قواوو په واسطه راکښته او وویشتل سو. دا نو اوس معلومه نه ده چي دغه او اوسنۍ نوي واقعې یو له بل سره ارتباط لري او که څنګه.

امریکاو او چین د اول وار له پاره د بالون پر پيښو خبري سره کوي

د فبرورۍ میاشتي پر څلورمه د سوت کارولاین ایالت د ساحل مخته د امریکا هوايي قواوو په واسطه تر ویشتل سوي شکمن چینايي بالون وروسته امریکا متحده ایالات او چین په اول وار یو له بل سره خبري کوي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالي، میلیسا دالتون ژورناليستانو ته وویل: «د امریکا پر فضا باندي د بالون پر واقعې باندي له چین سره تماس نیول سوی دی». خو د دې په باب چي له چا سره تماس نیول سوی او کومه محتوی یې درلوده، هغې یې په هکله څه نه دي ویلي.

پدې پوري مربوط یو بل مطلب: د آلمان حکومت: په آلمان کې د ایران جاسوسي ډيره شوې ده

د امریکا د دفاع وزیر، لویید استین تر هغه وروسته چي څو ورځي د امریکا پر فضا باندي چینايي بالون په پرواز کي و، او بالاخره د امریکايي قواوو له خوا وویشتل سو، ناکامه کوښښ وکړ چي په دې اړه د چین د دفاع وزیر سره خبري وکړي. تیره پنجشنبه پیکینک هم دا تایید کړه چي د استین سره یې تلیفوني خبري رد کړي دي.

له بلي خوا بیا د چین د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي «د امریکا متحده ایالاتو غیر مسؤلانه او سخت اشتباه امیزه برخورد د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د خبرو او ډیالوګ په خاطر مناسبه فضا نه ده رامنځته کړې.»

د امریکا پر فضأ باندي د چینايي بالون پرله پسې څو ورځي ښکاره کیدل د واشنګټن او پیکینګ ترمنځ روابط خړ پړ کړي دي. خارجه وزیر، انتونیو بلینکن چین ته خپل پلان سوی سفر قطع کړ. واشنګټن د تیري چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي ویشتل سوی بالون د استخباراتي بالونونو د هغي مکملي سلسلې یوه برخه وه چي د نړۍ پر پنځو براعظمونو باندي په پرواز کي دي.

د جنوبي او مرکزي امریکا پر فضا باندي هم عین ډول بالونونه لیدل سوي وه. خو چین د جاسوسۍ ګرده دغه تورونه ردوي او هغه د ملکي هواپيژندني په خاطر تحقیقاتي بالونونه بولي. 

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: