1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت: په آلمان کې د ایران جاسوسي ډيره شوې ده

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د آلمان حکومت وايي د ایران جاسوسۍ ادارې په آلمان کې د تبعید شوو ایرانيانو پر ضد د جاسوسۍ فعالیتونه ډير کړي دي. حکومت وايي د جاسوسۍ دغه فعالیتونه په ایران کې د اعتراضونو له پیل راهیسې ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4NMOm
د آلمان په برلین کې د مهسا اميني اعتراضونو څخه په ملاتړ د اعتراض یو څنډه
د آلمان په برلین کې د مهسا اميني اعتراضونو څخه په ملاتړ د اعتراض یو څنډهانځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

د آلمانۍ ورځپاڼې، ویلت ام زونتاګ، په حواله د آلمان حکومت اعتراف کړی چې په ایران کې د اعتراضونو د پیل راهیسې د هغو ایرانيانو په منځ کې چې په آلمان کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د ایران د استخباراتي ادارې د اجنټانو د جاسوسۍ د ډيریدو شاهد پاته شوی دی.

اذربایجان: د ایران په استخباراتو پوري اړوند يوه ډله مو نيولې ده

د آلمان فدرالی حکومت دغه معلومات د کيڼ اړخي ګوند د يوې پوښتنې په ځواب کې ورکړي او ويلي يې دي چې په ایران کې د تېر کال اعتراضونه د ایران رژیم «د مخالفو پېښو او افرادو په منځ کې د احتمالي جاسوسۍ نخښو نښانو د ډيريدو» سبب واقع شوي دي. زیاته شوې چې «د ایران حاکمان مخالفې ډلې او افراد (...) د دغه هیواد د رژيم د ادامې له پاره د یو ګواښ په توګه ارزوي.»

ورځپاڼې زیاته کړې چې کورني استخباراتو ۱۶۰ تنه له آلمان او همدارنګه د ایران د سپاه پاسداران سره په تړاو پېژندلي دي.  

ويلت ام زونټاګ د حکومت له قوله وايي چې په آلمان کې د سپاه پاسداران د «جاسوسۍ پراخ فعالیتونه» په ځانګړې توګه د اسرائيل پلوه او یهودي پلوه مواردو پر ضد دي.

په ایران کې اعتراضونه په تېر سپتمبر کې د ژينا مهسا اميني په نوم د يوې ۲۲کلنې کردۍ ښځې تر نيولو او بیا د پولیسو په توقیف کې د هغې تر مړينې وروسته پیل شول. پولیسو دغه مېرمن د اسلامي حجاب د نه رعایت کولو په تور نېولې وه. اعتراضونه په سر کې خواره واره وو خو ژر يې لمن په ټول هیواد کې خپره او د حکومت ضد حالت يې غوره کړ.

(Reuters)mks/mns