1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا ميرکل ولي له خپلو هيوادوالو څخه بخښنه وغوښتله؟

۱۴۰۰ فروردین ۵, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل د دې ترڅنګ چې د ايستر يا پاک اختر په ورځو کې يې د حکومت له خوا اعلان شوي محدوديتونه بيرته لغوه کړل، له خلکو يې بخښنه هم وغوښتله. هغې وويل په دومره لنډه موده کې دا ډول تصميم د تطبیق وړ نه دی.

https://p.dw.com/p/3r6tB
ARD Brennpunkt 24.03.2021 Angela Merkel
انځور: ARD

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل، د چهارشنبې په ورځ د آلمان فدرالي پارلمان ته د ځواب ورکولو په لړ کې د عيسويانو د پاک اختر په ورځو کې د عمومي رخصتيو په اړه، د دې او د آلمان د ۱۶ ايالتونو د لومړي وزيرانو نیول شوی ګډ تصميم يوه تيروتنه وګڼله او د آلمان له پارلمان او خلکو څخه يې بخښنه وغوښتله.

ميرکل وویل، داسې تصمیم چې د پاک اختر په پنځو ورځو کې دې عمومي رخصتي وضع شي، بشپړه اشتباه وه، ځکه چې په دومره لنډه موده کې د دا ډول يوه تصميم عملي کول د تطبیق وړ نه وي.

د انګلا ميرکل دغه بخښنه، د هغې د صدارت په ۱۶ کلنه دوره کې په بشپړه توګه یو بې ساری اقدام دی. ميرکل وويل چې دغه تصمیم «يوازې زما خپله اشتباه وه.» هغې په برلین کې خبريالانو ته وويل: «په نهایت کې ټول مسؤلیتونه زما پر غاړه دي.»

د آلمان صدراعظمې وويل چې پوهيږي دغه ډول اقدامات په خلکو کې يوه بله اضافي بې اطميناني رامنځ ته کوي. هغې زیاته کړه: «زه د دغه تصمیم په اړه ژوره خواشينې یم او له خپلو هیوادوالو څخه بخښنه غواړم.»

Deutschland Politik l Bundestag - Haushaltswoche, Olaf Scholz
د سوسيال دموکرات ګوند څخه د انګلا مرکل مرستيال،اولاف شولتسانځور: John MacDougall/AFP

دغه راز سوسیال ديموکرات ګوند چې د ميرکل ائتلافي شریک دی، هم په دې برخه کې مسؤليت منلی دی. د ميرکل مرستيال اولاف شولتس چې له دغه ګوند څخه دی وويل: «دا یو ګډ تصمیم وو او اوس باید ټول په ګډه مسؤلیت واخلو.» شولتس زیاته کړه: «له دغه تصميم څخه د صدارعظمې لاس پر سر کيدل او د پاک اختر په ورځو کې د رخصتيو د لغو کولو اقدام يې د درناوي وړ دی.»

په آلمان کې پر کرونا د مبتلا کیدونکو شمیر مخ پر ټيټیدو دی

لګول شوي محدوديتونه څه ول؟

د روانې اوونۍ په پيل کې ميرکل او د آلمان د ۱۶ ايالتونو لومړي وزيرانو د کرونا له کبله رامنځته شوو محدوديتونو په اړه بحث درلود. دوی په ګډه فیصله وکړه چې د عیسویانو د پاک اختر (ايستر) په ورځو، يعنې د اپريل له لومړۍ تر پنځمې پورې، باید ټولې مغازې او سوپرمارکيټونه تړلي وي او يوازي دي د اپريل پر دریمه د خوراکي موادو سوپرمارکيټونه خلاص وي. په دغې پريکړه کې له کلیساو څخه غوښتنه شوې وه چې د پاک اختر مراسم په مجازي توګه ولمانځل شي.

د دغي پريکړه يوه بله برخه د لږ کسانو راټوليدل وه او يوازې د يوې کورنۍ تر پنځو غړو پورې کولای شول چې يو له بل سره وويني. له خلکو څخه غوښتنه شوې وه چې «په کور کې پاتېدو» پر مقرراتو باندې عمل وکړي.

ميرکل: د اعتماد راېې ته اړتیا نشته، د حکومت ټول غړي زما ملاتړ کوي

Deutschland Bundestag Fragestunde Coronavirus Angela Merkel
میرکل وويل چې هغه ډاډه ده چې د آلمان حکومت ټول غړي او په ټوله کې پارلمان يې د پريکړې ملاتړ وکړيانځور: Annegret Hilse/REUTERS

ميرکل د آلمان په پارلمان کې د مخالفې جناح د اعتماد راېې له پاره طرحه رد کړه. هغې له «اې آر ډي» شبکې سره په خبرو کې وويل: «خير، داسې يو اقدام به ونه کړم.» هغې زیاته کړه چې د اعتماد راېې اخيستلو ته اړتیا نه ليدل کيږي، ځکه هغې خپل تصميم بیرته اخیستی او له خلکو يې هم بخښنه غوښتې ده.

کرونا: په آلمان کې لګول شوی ټولبند ښايي وغځول شي

انګلا ميرکل د عيسويانو د پاک اختر د ورځو رخصتيو په اړه وويل چې په دې برخه کې د حکومت د نيول شوي تصمیم تطبیقول، د قانون له مخې ډیر سخت وو: «زه فکر کوم ما داسې يو اقدام چې درست وو، ترسره کړ.» هغې ټينګار وکړ چې په دې برخه کې يې د آلمان فدرالي حکومت او په ټوله کې پارلمان ملاتړ کوي.

د آلمان صدراعظمې وويل چې هیواد يې اوس مهال د کرونا وبا له دريمې څپې سره مخ دی: «تر ټولو مهمه دا ده چې موږ باید اوس د کرونا دریمه څپه کنټرول کړو.»

د ميرکل په خبره دغه مرحله لا ډيره پيچلې ده او د کرونا ويروس هم په لا بد حالت کې دی. د کرونا ویروس نوی ډول لا ډير ساري او وژونکی دی.

انګلا ميرکل وويل چې د کرونا د دریمې څپې د کنټرولولو له پاره باید د کارپوهانو پر وړانديديزونو تمرکز وشي: «يوازني کسان چې د پاک اختر په ورځو کې يې زموږ د رخصتۍ له تصمیم سره موافقه کړې، ډاکټران او د طب د عاجلې برخې کارکوونکي ول.»

دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.03.2013):