1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې پر کرونا د مبتلا کیدونکو شمیر مخ پر ټيټیدو دی

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تیرې اونۍ د همدې ورځې په پرتله څه باندې پنځه زره لږ نوي کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. همدارنګه د کووید۱۹ ناروغۍ له امله د مړو په شمیر کې هم تر ۸۰ ډیر کموالی رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/3oRPm
Deutschland Coronavirus  FFP2 Maskenpflicht in Bayern
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د آلمان د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۲۶ نیټه) پر کرونا ویروس د نویو اخته شوو کسانو شمیر ۶۴۰۸ تنه اعلان کړ. همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۰۳ تنو د کووید۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تیرې سه شنبې په ورځ په ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا د نویو مبتلایانو شمیر ۱۱۳۶۹ تنه او د مړو شمیر ۹۸۹ تنه وو. که څه هم په یوه ورځ کې د کووید۱۹ له امله د مړو شمیر همداسې لوړ دی، خو سره له دې هم ليدل کيږي چې د مړو او په ځانګړي توګه د نویو اخته شوو کسانو شمیر د تیرې اونۍ په پرتله کم شوی دی.

تر اوسه پورې په آلمان کې په ۲۴ ساعتونو کې د مړو تر ټولو لوړ رقم یعنې ۱۲۴۴ تنه د جنورۍ په ۱۴ نیټه ثبت شوی دی. همدارنګه په ۲۴ ساعتونو کې د نوو اخته کیدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمیر ۳۳۷۷۷ د تیر کال د دسمبر میاشتې په ۱۸ نیټه ثبت شوې وه.

اړونده موضوع: په آلمان کي د کرونا نوې بڼه موندل شوې

د روبرت کوخ موسیسۍ د سه شنبې په ورځ په یوه اونۍ کې د ۱۰۰ زرو وګړو پر سر د نویو اخته کیدونکو کسانو شاخص ۱۰۷،۶ اعلان کړ. د دې شاخص تر ټولو لوړه کچه ۱۹۷،۷ د دسمبر میاشتې ۲۲ نیټه وه. دې شاخص په دې وروستیو ورځو کې نزولي حرکت درلود.

د آلمان د حکومتي او روغتيايي ادارو له خوا د ټول هیواد په کچه ۵۰ ته د دې شاخص د رسولو هدف ټاکل شوی دی.

د کرونا پاندمۍ له پيل څخه تر اوسه پورې په آلمان کې ۲۱۴۸۰۷۷ تنه پر کرونا اخته شوي دي. خو د مبتلایانو واقعي شمیر تر دې ډیر لوړ دی، ځکه ډیري موارد نه ثبتیږي.

د هغو کسانو مجموعي شمیر چې په آلمان کې د کووید ۱۹ ناروغۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ۵۲۹۹۰ ته رسیدلی دی. تر اوسه یو میلیون او ۸۴۴ تنه له دې ناروغۍ څخه رغیدلي دي.

زموږ له آرشيف څخه: