1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړېوال سازمان د ندا پرواني له خوشې کېدو هرکلی کړی

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

ښځینه معترضانو منلې ده چې په افغانستان کې د ښځو حقونو فعاله ندا پرواني د جمعي په شپه طالبانو له زندانه خوشې شوې ده. طالبانو د ښځو دغه فعاله شاوخوا درې میاشتې وړاندې نیولې وه.

https://p.dw.com/p/4aF02
افغانستان کابل، ښځینه معترضانې د طالب وسله والو په وړاندې
افغانستان کابل، ښځینه معترضانې د طالب وسله والو په وړاندېانځور: AFP/Getty Images

طالبانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ښځو حقونو فعاله ندا پرواني د هغې له میړه سره یو ځای نېولې وه.

طالبانوپه رسمي توګه تراوسه د اغلې پرواني د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو په کابل کې یوې ښځینه فعالې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تایید کړې چې ندا پرواني، د هغې میړه او کوچنۍ زوی یې د طالبانو له استخباراتو خوشې شوي دي.

دغې معترضې زیاته کړې چې «ښځې د طالبانو په زندانونو کې سخت شرایط تجربه کوي.»

د بخښنې نړېوال سازمان د ندا پروانې د خوشې کېدو هرکلی کړی او ترڅنګ يې پر طالبانو بیا غږ کړی چې باید نورې ښځینه معترضانې هم له زندانه خوشې کړي.

ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، پریسا آزاد او یوشمېر نورې ښځې لاهم د طالبانو په زندان کې دي.

د بخښنې نړېوال سازمان پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «د ښځو حقونو فعالې ندا پرواني او د هغې میړه خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.»

ښځینه معترضانې د بشري حقونو له بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې ښځینه فعالانې له زندانونو خوشې کړي.