1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين ولسمشر سعودي عربستان ته سفر کوي

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي د چين اړيکي له امريکا متحده ايالاتو سره تر فشارونو لاندي دي، د چين ولسمشر دغه اونۍ سعودي عربستان ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/4KXEi
China I Kronprinz Mohammed bin Salman in Peking
آرشيف انځور ـ شي جين پينگ او محمد بن سلمانانځور: Bandar Algaloud/AA/picture alliance

د چين ولسمشر شي جين پينګ به د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۸) رياض ته رسمي سفر وکړي. د امريکايي رسنۍ سي اين اين د راپور له مخي د چين ولسمشر په داسي وخت کي سعودي عربستان ته سفر کوي چي د چين او امريکا متحده ايالاتو اړيکي ترينګلي دي. شي جين پينګ به په سعودي عربستان کي د خليجي هيوادونو د همکارۍ سازمان (جي سي سي) په غونډه کي هم ګډون وکړي.

له تيرو څو مياشتو راهيسي داسي خبرونو ول چي ګواکي د چين ولسمشر به په منځني ختيځ کي د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو لوی ټلوال هيواد سعودي عربستان ته سفر وکړي. خو د سعودي عربستان او چين حکومتونو تر اوسه پوري د دغه خبرونو رسمي پخلی نه دی کړی.

م.م. په سعودي عربستان کې د اعدامونو زياتوالی غندلی

سعودي عربستان د خليجي هيوادونو د همکارۍ سازمان د غونډي په تړاو خبريالانو ته تېره اونۍ د ځان ثبتولو فورمې لېږلي وې. خو په دغو فورمو کي د غونډي د دقيق تاريخ ذکر نه وو شوی.

رويترز خبري آژانس هم سعودي عربستان ته د شي جين پينګ د سفر خبرونه تائيد کړي دي. خو په وينا يې د سعودي عربستان حکومت هغو سوالونو ته جوابونه نه دي ويلي چي د شي جين پينګ د سفر د اجندا په هکله ول.

شي جين پينګ په داسي حال کي سعودي عربستان ته سفر کوي چي له امريکا سره يې د اړيکو د ترينګلتيا تر څنګ په نړيواله کچه د انرژۍ په بازار کي ناډاډمنتيا موجوده ده. امريکا متحده ايالات هم په منځني ختيځ کي د چين د زياتېدونکي نفوذ له کبله اندېښمن دي.

FILE PHOTO: Saudi Crown Prince Mohammed bin Salman and U.S. President Joe Biden meet at Al Salman Palace upon his arrival in Jeddah, Saudi Arabia
د بايډن په وينا د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د ژونالست جمال خاشقجي د مړيني مسؤل دیانځور: SAUDI ROYAL COURT/REUTERS

د سعودي عربستان او امريکا تر منځ زياتېدونکی واټن

د امريکا متحده ايالاتو او  سعودي عربستان تر منځ په اکتوبر مياشت کي ترينګلتيا نوره هم زياته شوه. دا هغه وخت کله چي سعودي عربستان د تېلو اخراج کوونکو هيوادونو د سازمان اوپېک د مشرۍ په چوکاټ کي د تيلو په ورځني اخراج کي تر دوو ميليونو بېرلو د کمښت راوستلو فيصله وکړه. امريکا متحده ايالاتو پر دغه فيصله سخت اعتراض وکړ.

جو بايدن د ران ميلادي کال په جولای مياشت کي سعودي عربستان ته د سفر پرمهال له وليعهد محمد بن سلمان سره د ملاقات پر وخت د ژورناليست جمال خاشقجي د قتل موضوع راپورته کړې وه. د بايدن په وينا محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل مسؤل دی.

چین او سعودي عربستان د انرژۍ په برخه کي ګډ کار سره کوي

له بله اړخه محمد بن سلمان له يوې مجلې سره په مرکه کي ويلي ول چي دی يې پرواه نه کوي چي جو بايدن يې په هکله د کومو غلط فهميو سره مخامخ دی. د بن سلمان په وينا بايدن بايد د امريکا پر ګټو خپله توجه متمرکزه کړي.

د امریکا متحده ايالاتو او سعودي عربستان تر منځ له بشري حقونو څخه د سعودي عربستان د سرغړونو او په يمن کي د جګړې موضوعات د اختلافاتو سبب دي.

د سعودي عربستان او چين پراخېدونکي اړيکي

سعودي عربستان له چين سره د خپلو اقتصادي اړيکو د لا ټينګولو په حال کي دی. که څه هم چي روسيه د خپلو نفتو د قيمتونو د کمېدو له کبله چين ته تر پخوا زيات تېل لېږدوي، خو بيا هم چين ته تر ټولو زيات تېل ورکوونکی هيواد سعودي عربستان دی.

بيجينګ کوښښ کوي چي د تجارت له پاره د امريکايي ډالر پر ځای له خپلې پيسې يوان څخه کار واخلي. رياض له واشنګټن سره د مخ پر زياتېدونکي ترينګلتيا له کبله تر مخه لا ګواښ کړی دی چي د ډالر پر ځای په نورو پيسو به د تيلو تجارت شروع کړي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي، په سعودي عربستان کي مؤظف ديپلوماتانو ويلي دي چي د چين د ولسمشر استقبال به په سعودي عربستان کي په هغسي عالي توګه وشي لکه په ۲۰۱۷م کال چي د پخواني ولسمشر دونلد ترمپ له پاره شوی وو.

بایډن: د اوپیک پریکړه به د سعودي عربستان لپاره پایلې ولري

ديپلوماتانو ويلي دي چي و سعودي ته د شي جين پينګ د سفر پر وخت به هغه د سعودي عربستان سره پر لسونو مهمو تړونونو هم لاسليک وکړي.

په امريکا کي د انتلانتک کونسل په نوم آند خوني کارپوه جوناتن فلتن په دې نظر دی چي محمد بن سلمان غواړي وښيي چي سعودي عربستان هم د نړيوالو قدرتونو له پاره مهم دی. په وينا يې ښايي هغه په دې توګه متحده ايالاتو ته هم اشارې ورکوي.

په واشنګټن کي د ستراتيژيکو څېړنو او نړيوالو اړيکو له مرکز څخه د منځني ختيځ کارپوه جون الټرمين بيا په بل نظر دی. د هغه په وینا که څه هم چي د چين او سعودي عربستان اړيکي د پراخېدو په حال کي دي خو له هغو پراخو اړيکو سره نشي پرتله کېدلای چي سعودي يې له امریکا سره لري.

آ./ا.ا./ن.ز.