1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او سعودي عربستان د انرژۍ په برخه کي ګډ کار سره کوي

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

چین او سعودي عربستان غواړي د انرژۍ په سکټور کي همکاري پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/4IY7t
Deutschland, Schwedt | Erdölraffinerie PCK
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

دا خبره د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان او د چین د ملي انرژۍ د ادارې رییس، ژانګ جين هوا د سعودي دولتي خبري آژانس،SPA ته پرون جمعه ( د اکتوبر میاشتي ۲۱ مه) وکړه. د تلیفوني خبرو پر مهال هغوی د دوامداره او باثباته اومو موادو د  تهیې پر اهمیت باندي ټینګار وکړ. د SPA په حواله سعودي عربستان چین ته د تیلو د لیږلو یو بااعتماده صادرونکی هیواد دی. چین پخپل تر یوه ملیارډ اضافه نفوس درلودلو سره د نړی یو د اومو تیلو تر ټولو لوی واردونکی هیواد دی. 
دغه نژدیکي پداسي وخت کي رامنځته کیږي، چي سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتو سره د انرژۍ د مسایلو پر سر په مخ پر ډیریدونکي ډول سره اختلافات پیدا کوي.