1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: افغانان له ترهګرو سره په جګړه کې دي

۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې مقابل لوری یې ترهګر دي. خو په خبره یې د هغه له پاره سوله اوس هم لومړيتوب لري.

https://p.dw.com/p/3yBKN
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي ۲۸مه) په کابل کې د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل، د ۵ زره طالب زندانیانو خوشې کولو لپاره د لویې جرګې راغوښتل او د سولې له پاره تر وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز سولې ته د هغه ژمنتیا ښيې.

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د حل لاره یواځې هغه هوکړه ده چې خلک پرې رضایت ولري. نوموړي پر طالبانو تور ولګاوه چې په سیمه کې لاهم ترهګرو سره اړیکې پالي.

«طالبان هغه طالبان نه دي چې له مدرسو به راتلل، دوی یوه پياوړې شتمنه ترهګره ډله ده چې د سیمي له ترهګرو سره اړیکې لري.»

ولسمشر غني د همدغو ټکو پر بنسټ وویل چې اوسمهال افغانان په خپل منځي جګړو کې نه، بلکې له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل دي.

ارګ تر دې وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ادعا کړې وه چې شاوخوا ۱۵ زره جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته د را اوښتو هوډ لري.

دا ادعا هم شته چې همدا اوس تر لس زرو ډیر بهرني جنګیالي د طالبانو په لیکو کې د افغان حکومت پر ضد جنګیږي.

طالبانو په سملاسي توګه د ولسمشر غني دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې تل له بهرنیو جنګیالیو سره د خپلو اړیکو ادعاوې رد کړي دي.

ولسمشر غني ویلي چې نړېواله ټولنه هم باید پردې وپوه وي چې افغانان د حکومت ضد ډلې نه غواړي.

هاخوا د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دې غونډې ته وویل چې جګړو د سولې روان بهیر سخت زیانمن کړی.

Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
په قطر کې د طالبانو غوښتنه له مونږ څخه دا وه چې طالب زندانیان دې ژر خوشې او پر اساسي قانون دې ژر بحث وشيانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

عبدالله د طالبانو وړاندیزونو ته په اشارې سره وویل:

«په قطر کې د طالبانو غوښتنه له مونږ څخه دا وه چې طالب زندانیان دې ژر خوشې او پر اساسي قانون دې ژر بحث وشي، خو سیاسي هوکړه لیک باید هر اړخیز او ټولشموله وي.»

دې ناستې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز وویل، افغانستان کې روان تاوتریخوالی له زغم وتلی دی: « په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هېڅ لوري ته د منلو نه دی.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې طالبانو تازه اعلان کړی چې د دې ډلې د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو ۹ کسیز پلاوي چین ته دوه ورځنۍ سفر درلود.

طالبان له چین سره پر کومو مسایلو خبرې کوي؟

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په دې سفر کې د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه او تبادل د نظر وشو، د اسلامي امارت لخوا چين هېواد ته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنيت پر خلاف نه استعمالېږي.»

نعیم زیاته کړې چې چین له طالب پلاوي سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې او دا ډاډ یې هم ورکړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

اسماعیل شاکر – کابل