افغانانو د طالبانو د ټويټر حسابونو د بندولو غوښتنه کړېده
۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبهپر خواله رسنۍ ټويټر باندي د زيات شمير بهرمېشت افغانانو له خوا د «bantaliban» يا «طالبان بند کړئ» په هېش ټېګ کامپاين چلول کيږي. د دغه کامپاين ملاتړي وايي چي پر ټويټر دي د طالبانو ټول اکاونټونه بند کړل شي. طالبانو د تېر عيسوي کال په اګست مياشت کې په افغانستان کي د پر واک راتلو راهيسي له خواله رسنيو څخه د تماس نيونې لپاره کارولو ته ادامه ورکړېده.
د ياد کامپاين چلوونکي پر طالبانو تور لګوي چي پر واک د راتلو راهيسي يې بشري او د بيان د آزادۍ د حقونو نقض کولو ته ادامه ورکړې ده. دغه تنقيد کوونکي وايي چي طالبان په پراخه اندازه د بيان د آزادۍ مخه نيسي. پر ټويټر يو کاروونکي ليکلي دي: «طالبان چي د انجونو د تعليم مخه نيسي، له ټويټر څخه دي بند شي.»
طالبانو د خپلو ژمنو برخلاف و واک ته د رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي وروسته د انجونو پر مخ ښوونځي وتړلې. د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰نېټه ) د ملګرو ملتونو په يو خپور شوي راپور کي پر طالبانو د نورو تر څنګ د ژورنالستانو، بشري حقونو د فعالينو او شکمنو مخالف جنګیاليو د تعقيب، شکنجې او وژنو تور لګول شوی دی.
فيسبوک او انسټاګرام د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندي د څو رسنيو اکاونټونه بند کړل. طالبانو دغه اقدام «د بيان د آزادۍ نقض» وباله او د دغې بندېدنې د بېرته ليري کولو غوښتنه يې وکړه.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.