1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې کې افغانانو ته د شري پر ضد واکسیناسیون پروګرام

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

د آلمان په رامشتاين کې د امريکا متحده ايالاتو په پوځي اډه کې، طبي کارکونکو د افغان مهاجرو له پاره چې په دې وروستيو څو اونيو کې له کابل څخه دغه پوځي اډې ته ليږدول شوي، د شري واکسيناسیون پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/40R5i
Afghanische Flüchtlinge
انځور: picture alliance / photothek

د آلمان په رامشتاين کې د امريکا متحده ايالاتو په پوځي اډه کې، طبي کارکونکو د افغان مهاجرو له پاره چې په دې وروستيو څو اونيو کې له کابل څخه دغه پوځي اډې ته ليږدول شوي، د شري واکسيناسیون پيل کړی دی.

په دې ځای کې په زرونو مهاجر د امريکا په لور سفر کولو ته په انتظار کي دي. دغه واکیسناسیون د امريکا د روغتیايي ادارې  (CDC) په سپارښتنه تر سره کيږي. شرې د انسانانو د ناروغیو تر ټولو ساري ناروغي ده.

د امريکا د دفاعي چارو وزارت وياند جان کربی، د دوشنبې په ورځ ويلي وو،چې تر اوسه په امريکا متحده ايالاتو کې د افغان مهاجرو په منځ کې، چې په دې وروستيو کي له افغانستان څخه انتقال شوی دی، د شري پنځه ناروغۍ تشخيص شوي دي. دغه کسان په قرنطین کي دي.

له رامشتاين څخه رپوټ ورکړل شوې چې په دغه ځای کې يوه د شري ناروغۍ پېښه تائيد شوې ده او مسؤلينو هغه ناروغ له خپلې کورنۍ سره، له نورو مهاجرو بيل کړې دې. په پام کې ده په ټوليزه توګه ۹۰۰۰ افغان مهاجر د امريکا متحده ايالاتو په دغه اډه کي واکسین شی. ويل شوي چې دا واکسيناسیون امکان لري څو ورځي دوام وکړي. له همدې کبله د افغانستان څخه له خطر سره مخ افغانان چې دغه ځای ته انتقال شوي وو، اوس يې امريکا متحده ايالاتو ته سفر راتلونکي اونۍ ته ځنډيدلی دی.

په آلمان کې رامشتاين د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه ده. دغه اډه له يوې بلې پوځي اډې سره چې د اماراتو په قطر کي ده د افغانانو د انتقال له پاره تر ټولو ستر لوژيستکي مرکز دې چې د امريکا متحده ايالاتو  پوځ د طالبانو تر واکمن کيدلو وروسته په نظامي الوتکو کې افغانان له افغانستان څخه بهر ته ليږدولي دي.