1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: «د طالبانو قوماندانان د قطر هوکړه نه مني»

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د تخار ولایتي شورا وايي چې ځینو طالب قوماندانو اعلان کړی، که چيري د قطر مذاکرات نتيجه هم ورکړي، دوی به خپل «جهاد» ته ادامه ورکوي. د شمال ختيځو ولایتونو يو شمیر اوسیدونکي وايي چې طالبان اوس ښاري سيمو ته رانژدې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3kSGo
Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
«دغو طالبانو په خپلو سیمو کې اعلان کړی که په قطر کې د سولې مذاکرات نتیجه هم ورکړي، جهاد ته به ادامه ورکوي.»انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

په قطر کې د سولې مذاکراتو له پيليدو سره جوخت په افغانستان کې پر حکومتي ځواکونو د طالبانو حملو زور اخیستی دی. د افغانستان شمال ختيځ ولایتونه هم په وروستيو کې د خونړيو پيښو شاهدان پاتې شوي دي.

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي دويچه وله ته وويل چې اوس مهال طالبان د تخار پر ۱۲ ولسواليو کنټرول لري.

افضلي وايي: «یوازې د ولایت مرکز او امنيه قوماندانۍ د حکومت په کنټرول کې ده پاتي نورې ولسوالۍ هم خپلې امنيتي ستونزې لري.»

د سیمه ایزو طالبانو غبرګون

د تخار د ولایت شورا منشي وايي چې موثق راپورونه يې ترلاسه کړي چې په دغه ولايت کې يو شمیر طالبان په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه نه مني او هغې ته د یوې معاملې او امريکا ته د تسلیميدو په سترګه ګوري: «دغو طالبانو په خپلو سیمو کې اعلان کړی دی که په قطر کې د سولې مذاکرات نتیجه هم ورکړي، دوی به خپل جهاد ته ادامه ورکوي.»

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
«د تخار ځينې طالب قوماندانان وايي چې په قطر کې ناست کسان د دوی استازيتوب نه کوي.»انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د تخار د ولايتي شورا دغه غړی وايي چې دغو طالبانو دا هم ويلي دي چې په قطر کې ناست طالبان د دوی استازيتوب نه کوي او له امريکا سره ېې کړې هوکړه، امريکا ته د تسلیمدو په مفهوم ګڼي.

د افضلي په خبره دغه څرګندونې په تخار کې د طالبانو متوسطو قوماندانانو کړي چې په شمالې ولایتونو کې د جګړې مسئولیت مخته وړي. خو هغه وايي چې طالبانو دغه څرګندونې يوازې په شفاهي توګه د خپلو سیمه ایزو قوماندانو په مجلسونو او په سیمه کې خلکو ته په علني توګه بیان کړي دي.

افضلي زیاتوي، دغه طالب قوماندانان استدلال کوي چې په قطر کې ناست طالب مشران آرام ژوند لري، اولادونه يې پر زده کړو بوخت، اما جګړې ته دوی خپله سينه سپر کړئ او کړاونو تيروي، نو ځکه هغوی هغه خپل مشران نه بولي.

افضلي په تخار کې د طالبانو د ځواکمنيدو يو لامل، د دغه ولایت ستراتيژيک موقعیت او د کافي امنيتي قواو نه شتون بولي. خوا په شمال کې حکومتي چارواکي بیا د طالبانو پر وړاندې د لوړ مورال څخه خبرې کوې.

په شمال کې افغان چارواکي څه وايي

د تخار د امنيې قوماندانۍ ویاند، عبدالخلیل اسیر ادعا کوي چې تیره شپه د دغه ولایت په چال ولسوالۍ کې طالبانو پر ولسي پاڅونکونکو حمله کړې چې طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. اسير د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) رسنيو ته وويل: «د چال په جګړه کې ۶ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.» هغه زیاته کړې ده چې په وژل شوو طالبانو کې د دغې ډلې غړی، قاري غفور چې په عمار مشهور وو، هم شامل دی.

په بلخ کې د شاهين قول اردو هم ادعا کړې ده چې پرون ماښام يې د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په انګورباغ او تيمورک سيمه کې ۲۰ طالبان وژلي او ۱۰ نور يې ټپیان کړي. د دغه قول اردو په خبرپاڼه کې چې رسنيو ته يې استولې راغلي دي چې دغو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان باندې د حملې پلان درلود.

عام خلک

خو عام خلک بیا نور څه وايي. د کندز ښار د خان آباد بندر اوسیدونکی او قومي مشر، حاجي نصرالله شینواری وايي چې طالبان اوس حتی په ښاري ناحيو کې ګرځي او له خلکو د بريښنا پیسې ټولوي. هغه وايي: «طالبان د خلکو ميترونه اوس خپل له ځان سره راجستر کوي. خلک هم د بريښنا پیسې هغوی ته تحويلوي.»

Afghanistan Takhar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
د قطر مذاکراتو سره جوخت په افغانستان کې د طالبانو حملو زور اخیستی دی. انځور د تخار انځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

شينواري زیاته کړه: «همدا اوس ما سره د بريښنا د تحويلۍ بل دی چې امارات اسلامي افغانستان پرې لیکلی دی.»

کندز او تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې د یو بل په ګاونډ کې پراته ولایتونه دي چې شمال لور ته له ګاونډي هیواد تاجکستان سره د آمو سيند سرحد لري.

د شمال ختيځ زون په دوو نورو ولایتونو، بغلان او بدخشان کې هم اوس د دوو میاشتو مخکې امنیت پاتې نه دی.

بغلان

د بغلان ولایت اوسیدونکي نورګل اندړوال دويچه وله ته وويل: «د بغلان امنيت هره ورځ د خرابیدو لور ته روان دی.»

هغه زياتوي تر يو میاشت مخکې پورې د بغلان په خوست، مرکزي بغلان، ګذرکاه نور او خوست ولسواليو کې جګړې نه وې، اما اوس د جګړو پوځي عملياتونو شاهدانې دي. د هغه په وينا په دغې موده کې د بغلان فرینګ ولسوالۍ طالبانو لاس ته ورغله.

همدا ډول طالبان ډير وخت د بغلان په چشمه شير سیمه کې د کابل- مزار لويې لارې ته راوځي چې له امله يې دغه لار د ساعتونو له پاره د ترافيکو پر مخ تړلي وي.

اندړوال د هغو خلکو له قوله چې طالبانو په سيمه یا له دغې ډلې سره اړيکي لري وايي، طالبان په دې هڅه کې دي چې د جګړې له لارې خپلې سيمې پراخې کړي: «طالبان وايي دوی له امریکا سره تفاهم کړی اما حکومت سره هيڅ نه لري او غواړي خپلې سيمې پراخې کړي.»

Afghanistan Autobombenanschlag in der Provinz Ghasni
اکثریت افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړيانځور: Str/AFP

ارګ هم پر خپل پوځي ځواک حساب کوي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي دي چې ولسمشر، محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) د خاصو ځواکونو له قول اردو څخه ليدنه وکړه. غني خاصو ځواکونو ته په خطاب کې ويلي دي: «ټول ملت په تاسو باور لري... د طالبانوجګړه مشروعیت نه لري، ځکه افغان وژنه ده.» غني زیاته کړه طالبان بايد پوه شي چې له تيښتې پرته بله لار نه لري.

امريکا او طالبانو د روان کال د فبروري میاشتې په پای کې د سولې يو تړون لاسلیک کړ، چې د هغه پر مبنا له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو او حکومت مذاکراتي پلاوي پر مذاکراتو بوخت. طالبانو د سولې خبرو سره جوخت په افغانستان کې خپلو حملو ته هم زور ورکړی دی. خو دا لومړی ځل دی چې د یوه ولایت چارواکي د طالبانو له آدرسه داسې معلومات ورکوي چې په يوه ولایت کې د دغې ډلې جنګيالي په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون نه مني.

محمد کریم صالح/ن.ز.