«په سلو ځوانان له امنيتي ځواکونو سره يوځای کيدو ته تيار دي»
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهد افغانستان د وسله وال پوځ ویاند ،اجمل عمر شینواري نن پنجشنبه (د اگست پر پنځمه) په کابل کي ددې اونۍ خپله خبري ناسته د «الله اکبر» په ناره پیل کړه.
هغه په کابل کي په دغه ناسته کي، امنیتي ځواکونو ته د نجونو په گډون د زرو ځوانانو د شاملیدو له لیوالتیا څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چي« یوازي ۵۰۰۰ نجوني او هلکان، پوځي تعلیمي مرکزونو ته د داخلیدو د آزمویني د ورکولو په تمه دي او د نجونو په شمول په لسونو ځوانان له هیواد څخه بهر، د امنیتي ځواکونو په لیکو کي شاملیدو ته آماده دي او د افغانستان له نظامي چارواکو سره یې په دې هکله اړیکي نیولي دي.»
د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند زیاتوي چي په تیره یوه اونۍ کي طالبانو په ۷۰ ترهگریزو بریدونو، ماینونو په چاودنو او د یوه موټر بم د چاودني په نتیجه کي ۱۷۲ ملکي کسان وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
سربیره پردې، د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند زیاته کړې چي په تیرو دوو میاشتو کي د جگړې په زیاتیدو سره، طالبانو ۱۷۲ مکتبونه تخریب کړي چي په زرو کوچنیان له زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
د افغانستان د وسله وال پوځ د ویاند د معلوماتو له مخي ، ددغه هیواد امنیتي ځواکونو په یوه اونۍ کي په اتو ولایتونو کي ۱۷۲ بیلابیل عملیات پر لاره اچولي دي.
هغه څرگنده کړه چي په دغو عملیاتو کي د پاکستاني او چیچنیایی جنگیالیو په شمول په سلو ترهگر وژل سوي او د القاعده د شبکې د دوو غړو په گډون په سلو نور زخمیان سوي دي. همدارنگه د داعش د ډلي د دوو غړو په شمول ۶۰ تنه نور کسان نیول سوي هم دي.
هغه زیاتوي چي د القاعده د شبکې ددغو دوو غړو په هکله ارزوني پیل سوي دي.
د پوځي ځواکونو دغه جنرال زیاتوي چي په تیرو ۴۸ ساعتونو کي د افغانستان په دننه کي طالبانو ته دومره سخت تلفات اوښتي چي په تیرو ۲۰ کلونو کي یې ساری نه درلود. د هغه په خبره یوازي د هلمند په ولایت کي په ۲۴ ساعتونو کي ۲۰۰ طالب جنگیالي وژل سوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کي د جگړو په زوراخیستلو سره پر ځاني او مالي تلفاتو سربیره، په زرو کورنۍ بې ځایه سوي دي. د جگړې دواړه خواوي يو بل د ملکي کسانو په وژنه تورنوي.
د افغانستان په جنوب کي د هلمند ولایت اوسیدونکي وایی چي طالبان د خلکو کورونو او عامه ځایونو ته ننوتي او د حکومتي ځواکونو پرضد جنگیږي. په دغه ولایت کي پوځي قوماندانانو له خلکو غوښتي چي خپل کورونه پریږدي.
GP/BS/SHI