افغان سوله غوښتونکي: خارجیان ځي، نو ولي باید جنګ وکړو؟
۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبهد «ولسي غورځنګ» په نامه فعالینو یوه ویاند پرون شنبه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) دغه خبره وکړه، کوم چي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د جملې څخه یې په ۲۵ کي مطبوعاتي کنفرانسونه دایر کړي وه. پر دې سربیره هغوی په انترنیټ کي هم د هغه دپاره فعالیت شروع کړی دی. د دغه غورځنګ یو فعال، اقبال خیبر وویل، د دې دپاره نور هیڅ دلیل او معذرت نه سته، چي نور دي جنګ ادامه پیدا کړي.
پرون شنبه د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره هغوی په عین حال کي د امریکا متحده ایالاتو او بین المللي ټولني څخه هم وغوښتل، چي د افغانستان حکومت او د طالبانو رهبران دې ته مجبوره کړي، چي په ترکیه کي د افغانستان په کنفرانس کي برخه واخلي، پر یوه اوربند باندي توافق سره وکړي او د افغانستان د قضیې دپاره د حل یوه لار پیدا کړي.
طالبان، چي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پوري یې پر افغانستان باندي حکومت وکړ، په کابل کي د لویدیځ پلوه حکومت او خارجي قواوو پر ضد جنګیږي.
بیا د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر پر ۱۱ مه باندي په نیویارک او واشنګټن کي تر ترهګريزو حملو وروسته د امریکا په رهبرۍ یوې نظامي مداخلې د طالبانو واکمنۍ ته خاتمه ورکړه.
د امریکا اوسني جمهوررئیس، جوبایدن د همدې کال د سپتمبر تر ۱۱ مي پوري د افغانستان څخه د ټولو امریکايي قواوو د وتلو اعلان کړی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د می میاشتي تر اولي نیټې پوري د طالبانو سره د خپلو قواوو د وتلو موافقه کړې وه.