1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو کمېدل، حکومت ولې اندېښمن دی؟

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کمېدو سره همهاله د حکومت جګپوړو چارواکو ویلي، طالبان د بهرنیو ځواکونو وتو ته شیبې شمېرې. هاخوا ایا امریکا او ناټو له افغانستانه د ځواکونو په اېستلو کې یوه خوله دي؟

https://p.dw.com/p/3o19y
US-Soldaten in Afghanistan
په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه - د آرشيف انځورانځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د ولسمشر ټرمپ د ژمنې پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.

د پنټاګون په اعلامیه کې په دې تړاؤ راغلي چې د ځواکونو شمېر کمول به په روان ۲۰۲۱ میلادي کال هم دوام وکړي.

د افغان حکومت غبرګون

سره له دې چې د حکومت یوشمېر جګپوړو چارواکو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمښت په اړه ځينې اندېښمنونکې څرګندونې کړي، خو د ملي امنیت شورا دفتر په سملاسي توګه د بهرنیو ځواکونو وتل پر جګړه بې اغیزې بللی.

د دغه دفتر ویاند رحمت الله اندړ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي:

«د امریکايي ځواکونو لږوالی او کموالی د افغانستان د جګړې پر وضعیت باندې تر ډيره بریده منفي اغیزه نه لري، ځکه په وروستیو کې ۹۶ سلنه جګړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي.»

خو له دغه غبرګون یوه ورځ مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي ول چې طالبان لاهم د زور له لارې واک ته د رسېدو په فکر کې دي.

Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال،امرالله صالح ویلي چې امریکا لاهم د افغانستان پروړاندې مسؤلیت لريانځور: picture-alliance/AP/R. Gul

ده زیاته کړې طالبان په تمه دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او هغوی په زور واک ونیسي.

تردې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې امریکا لاهم د افغانستان پروړاندې مسؤلیت لري.

خو د چارو کتونکي بیا د افغان چارواکو "ورخطايي" د هغوی ناخبري بولي.

د لغمان پخواني والي محمد اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، د حکومت ډيری چارواکي د هېواد وضعیت سره عاطفي چلند کوي، چې دا د هغوی د ناخبرۍ لوی دلیل دی.

«دا د جګړې یو ډول تبلیغاتي کمښت دی، وضعیت کې شکست ډير محسوسیږي، ولسي نارضایتي هم زیاته ده، خو د حکومت د مشرتابه کړنې بسنه نه کوي او د دې توپانونو پر وړاندې حکومت امکانات نه لري.»

د ننګ په خبره طالبانو په دوو جبهو کې ځانونه فعال ساتلي او د دواړو جبهو لپاره ورسره تګلارې هم شته.

«زما د معلوماتو له مخې طالبانو خپلو نظامیانو ته ویلي د هغوی د قناعت لپاره چې مونږ په اوړي کې فتوحاتو ته دوام ورکوو او ولایتونه به نیسو او د دې ترڅنګ سیاسیونو ته یې هم ویلي چې مذاکرات هم ښه جبهه ده چې بې وینو، بې تاوانه او بې مصرفه ښارونه ونیسو.»

خو طالبانو د امریکايي ځواکونو کموالي ته په خپل غبرګون کې دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه بللې ده.

Taliban eröffnen Büro in Doha Qatar
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم (کيڼ)انځور: Reuters

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکايي ځواکونو کموالی د دوحي تړون د عملي کېدو لپاره یو ښه ګام او پرمختګ دی.

«مونږ له خپل اړخه پوره ډاډ ورکوو چې په توافقنامه کې خپلو کړیو تعهداتو ته ژمن یو، له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لرو.»

خو د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د سرتیرو کمول به په شرطونو پورې تړلی وي.

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې او اوربند د ټینګښت له هڅو د ملاتړ خبره کړې.

افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه د امریکا او ناټو ضد و نقیض لیدلوري

هاخوا افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کمېدو سره همهاله ناټو اعلان کړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ناټو چارواکي وايي، افغانستان کې د سولې شرایطو ته په کتو به د خپل شتون په اړه پریکړه کوي.

د هغوی پروینا ناټو به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو افغانستان یوځل بیا د نړېوالې ترهګرۍ لپاره پر یوه خوندې ځای وانه وړي.

د ناټو یوه چارواکي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کموالي ته په اشارې سره ویلي:

Afghanistan | Italienische NATO-Truppen trainieren Afghan Special Forces
په افغانستان کې د ناټو يوه چارواکي ويلي: د ناټو دریځ نه دی بدل شوی، مونږ د مشورې او روزنې ماموریت ته داوم ورکووانځور: DW/S. Tanha

«د ناټو دریځ نه دی بدل شوی، مونږ د مشورې او روزنې ماموریت ته داوم ورکوو.»

خو یوشمېر افغان شنونکي بیا ټینګار کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اېستلو په برخه کې د ناټو او امریکا ترمنځ همغږي اړینه ده.

سیاسي شنونکي فضل الرحمن اوریا دویچه ویله ته وویل:

«دوی باید د دوحي د سولې هوکړه لیک پر بنسټ د مۍ تر میاشتې، ټول له افغانستانه ووځي چې دا به افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.»

د دغه افغان کارپوه پروینا، که امریکا غواړي له افغانستانه په ډاډه زړه ووځي نو خپلو متحدینو ته هم باید قناعت ورکړي چې دا به د امریکا او افغانستان دواړو ملي ګټې خوندې کړي.

خو د دغو ټولو خبرو تر څنګ، په افغانستان کې داسې انديښنې هم موجودې دي، چې تیرو تجربو ته په کتو، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به په دغه هيواد کې وضعيت يو ځل بيا د ۹۰مې لسيزې په څير خراب شي.

اسماعیل شاکر – کابل