1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثریت آلمانان د طالبانو حکومت د په رسمیت پيژندل کیدو ضد دي

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

اکثریت آلمانان غواړي چې د جرمني حکومت دې د طالبانو پر وړاندې له محتاطانه چلند څخه کار واخلي او د دوی حکومت دې په رسمیت ونه پيژني. همدارنګه فرانسې طالبان په درواغ ویلو تورن کړي او نه غواړي له حکومت سره یې اړيکې ولري.

https://p.dw.com/p/40DZL
Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
انځور: REUTERS

د یوې نظر پوښتنې پراساس یوازې ۶ سلنه ګډون کوونکو د آلمان له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل کیدو په پلوی نظر ورکړی دی. دغه نظر سنجي د آلمان خبري آژانس په غوښتنه د (YouGov) انیستیتوت له خوا ترسره شوې ده.

۳۲ سلنه آلمانان غواړي چې د کابل له نوي واکمنانو سره اړيکي د حد اقل کچې ته را کمې کړای شي. ۳۵ سلنه بیا غواړي چې آلمان دې اصلاً له طالبانو سره هیڅ ډول تماس ونه ساتي. سربیره پر دې ۳۳ سلنه په دې نظر دي چې له افغانستان سره پرمختیایي مرستې دې په شرطونو پورې وتړل شي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ خپل د حکومتي کابینې ۳۳ غړي معرفي کړل چې په هغو کې هیڅ یوه ښځه او د افغانستان د سیاسي ډلو هیڅ کوم کس موجود نه و.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د طالبانو حکومت د احتمالي په رسمیت پيژندل کیدو په اړه وویل چې «هغه په اوس وخت کې داسې کوم اقدام په نظر کې نه لري.»

Russland: Florence Parly und Jean-Yves Le Drian in Moskau
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لی دریانانځور: picture alliance/dpa/M. Blinov

فرانسه نه غواړي چې د طالبانو حکومت سره اړیکې ولري

په همدې منځ کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان، طالبان په درواغ ویلو تورن کړي دي. نوموړي د «فرانس ۵» تلویزونې شبکې سره په مرکه کې د شنبې په شپنه ناوخته وویل: «هغوي[طالبانو] ویلي دي چې ځینو بهرنیانو او افغانانو ته د آزادانه سفر کولو اجازه ورکوي او د یوه ټول شموله حکومت خبره یې وکړه، خو دا ټول درواغ وایي.»

فرانسه د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو څخه ډډه کوي او نه غواړي چې په کابل کې د نوي حکومت سره هیڅ ډول اړيکې ټینګې کړي. د فرانسې حکومت ټینګار کړی دی چې غواړي اول د طالبانو عمل ته وګوري.

اوس مهال په افغانستان کې یو شمیر فرانسوي اتباع او د هغوي څو سوه تنه افغان سیمه ایز کارمندان شتون لري. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لو دریان د یکشنبې په ورځ له کابل څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته د تخلیه کولو بهیر د دوام په ارتباط سفر کوي.

فرانسې تر اوسه پورې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه له افغانستان څخه د الوتکو په وسیله انتقال کړي دي او دغو سفرونو ته د دوام ورکولو پر امکانانو یې له طالبانو سره خبرې کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن