1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان امنيت شورا ته د پاکستان د بريدونو شکايت کړی دی

رضا شیرمحمدی
۱۴۰۴ اسفند ۴, دوشنبه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي امنيت شورا ته په افغانستان کې د پاکستان د بريدونو شکايت کړی دی. دا استازی په کابل کې طالبانو د حکومت استازيتوب نه کوي.

https://p.dw.com/p/59GKP
ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستان تر بريدو وروسته مړی په ډله ایز قبر کې خاورو ته سپارل کيږي
په ننګرهار کې د هوايي بريدونو قربانيان د يکشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول. انځور: AFP

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ مسئول نصير احمد فايق، د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې ليکلي دي چې د پاکستان د وروستيو بريدونو په اړه یې چې «د ملکیانو د مړينې باعث شوي» رسمي شکايت رسماً د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته سپارلی دی.

نوموړي په خپل دې پيغام کې ليکلي: «نن د افغانستان دايمي استازولۍ د پاکستان د هوايي بريدونو په اړه خپل  رسمي شکايت چې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۱ـ ۲۲ نيټه ترسره شول او يو شمیر غير نظاميانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د وژل کيدو باعث شول، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وسپاره.»

اړونده موضوع: پاکستان د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ۷۰ وسله والو د وژلو ادعا کړې

نوموړي زياته کړې چې دا بريدونه په کلکه غندي: «موږ د رسيدګۍ او د دې سرغړونو په سملاسي توګه د درولو، ځواب ويلو، ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو حقونو د رعايت غوښتونکي يو.»

پاکستان ادعا کوي چې د تحريک طالبان پاکستان او داعش يا «اسلامي دولت» ډلې غړي یې هدف ګرځولي دي او د ۷۰ او ۸۰ ترمنځ وسله وال یې وژلي دي. خو په کابل کې د طالبانو ادارې دا ادعا رد کړې ده او ويلي دي چې په دې بريدونو کې ۱۸ ملکيان وژل شوي دي.

پاکستان په کابل کې د طالبانو اداره تورنوي چې هغو وسله والو ته یې پناه ورکړې چې د پاکستان په خاوره کې یې تازه بريدونه تنظيم کړي دي. افغان طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

تحريک طالبان پاکستان ډله له افغان طالبانو جلا ډله ده؛ خو د دغه ډلې نزدې متحده ګڼل کيږي. څارونکي وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې، پاکستاني طالبان هم زړور شوي او په دغه هېواد کې خونړي بريدونه ترسره کوي.

اړونده موضوع: د پاکستان په شمال لویدیځ کې بريدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې، د افغانستان له دې اوسنيو واکمنانانو سره د پاکستان اړيکي خړې پړې دي او دواړو هېوادونو د سرحد په اوږدو کې څو ځلي وسله والې نښتې شوي دي. 

له څو میاشتو راهېسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدونه تړلي دي او د قطر او ترکیې د منځګړيتوب هڅې بې نتیجې پاتې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند که څه هم چې تر ډېره رعايت شوی دی خو پر هغه سربیره هم خال خال نښتې رامنځته شوي دي.