1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د سیاسي قدرت ليږد یوازېني لار انتخابات دي

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني وايي: «د انتخاباتو له لارې د واک ليږد زموږ له پاره د نه معاملې وړ يو اصل دی.» غني طالبانو ته په خطاب کې وويل چې واک ته د رسيدلو له پاره دې د تاوتريخوالو پر ځای خپلو ژمنو ته ثابت او مذاکره دې وکړي.

https://p.dw.com/p/3qIUA
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

غني دغه خبره د شنبې په ورځ د ملي شورا د ۱۷مې تقنيني دورې د دريم کال په پرانیستغونډه کې د افغانستان پارلمان ته وکړه.

هغه په افغانستان کې د سیاسی واک د ليږد له پاره پر انتخاباتو ټينګار وکړ او وې ويل: «موږ تیار يو چې د نړیوالې ټولنې د مديريت لاندې آزادو، شفافو او سرتاسري انتخاباتو په اړه بحث وکړو. د انتخاباتو د نيټې په اړه هم کیدای شي چې خبرې وکړو او يوې نتيجې ته ورسیږو.»

هغه وويل: «نن ورځ یوې واقعي او دايمې سولې ته د رسيدو له پاره فرصت رامنځته شوی چې زه ورته مثبت فرصت وایم چې رامنځ ته شوی دی.»

طالبانو ته د غني خطاب

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې افغانان سوله غواړي او باید دغه ډله د تاوتریخوالو پر ځای پر خپلو کړو ژمنو باندې ثابته پاتې شي او مذاکره وکړي. هغه په افغانستان کې وروستيو تاوتريخوالو او بریدونو ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې افغانان سوله غواړي خو نه د هديرې سوله.

Kandahar Wahl in Afghanistan - Bürger wählen trotz Risikos
غني په افغانستان کې د سیاسي واک د لیږد له پاره يوازينې لار انتخابات بوليانځور: DW/I. Spesalai

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د تيرې اوونۍ په جریان کې د افغان سولې له پاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کابل کې ليدلي او هغه سره يې په قطر کې د سولې د روانو مذاکراتو او په هغې کې د ځنډ راتلو په اړه خبرې کړي دي. خليلزاد، غني سره تر ليدو وروسته قطر ته ولاړ. خلیلزاد په دغه سفر کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا د مشر، داکتر عبدالله عبدالله او مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون، د يو شمير افغان سیاسي مشرانو سره هم لیدلي ول.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ مخامخ خبرې په سپتمبر کې پيل شوې خو تر اوسه په کې د سولې په برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي. بل لور ته د امریکا د ولسمشر جو بایدن ادارې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰م کال پر شوي تړون بیا کتنه کوي.

د خليلزاد نوې طرحه

افغان چارواکي او په لويديځ کې شنونکي وايي چې خليلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال د يوه موقت حکومت د رامنځ ته کيدو نظريه وړاندې کړې. دوی وايي چې دغه ډول حکومت به په بهر کې د افغان رهبرانو او طالب مشرانو په ګډون د يو هر اړخيز کنفرانس په نتيجه کې رامنځ ته کيږي.

خو غني تر اوسه د موقت حکومت خبره تل رد کړې او د سیاسي واک د لیږد له پاره يې پر انتخاباتو ټينګار کړی دی.

Afghanistan USA Sonderbeauftragter Zalmai Khalilzad Abdullah Abdullah
خليلزاد تیره اوونۍ کابل ته سفر درلود او د افغان ولسمشر په ګډون يې له افغان سیاسي مشرانو سره وليدل او بيا قطر ته ولاړانځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

غني په خپلو خبرو کې وويل: «هغه کسان چې قدرت ته د رسيدلو له پارې يوې او بلې دروازې ته ځي، سپارښتنه کوم چې په افغانستان کې سیاسي واک یوه دروازه او یوه کيلی لري چې هغه د افغانستان د خلکو آزادې رايې دي.»

د نظرونو اختلافات

غني زیاته کړه چې هر سازمان او بنسټ کولی شي د افغانستان له پاره پر کاغذ طرحې وليکي. «دغسې طرحې مخکې هم لیکل شوي، اوس هم لیکل کيږي او په راتلونکې کې به هم ولیکل شي. زموږ ضمانت زموږ اساسي قانوی دی.»

خو په افغانستان کې د غني منتقدان بیا غني د واک پر قبضه کولو تورنوي او وايي چې غني نه غواړي د سولې له پاره له خپل واک څخه تير شي. خو د موقت حکومت خبره هم د ټولو افغانانو له پاره د تائید وړ نه ده واقع شوې او په اړه يې اختلافات موجود دي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.