په قطر کې بین الافغاني مذاکرت بیرته پیل شول
۱۳۹۹ اسفند ۵, سهشنبهاسوشيېتد پریس خبري آژانس ليکلي چې، د طالبانو ویاند داکتر محمد نعيم د دوشنبې ورځې په ماښام (د فبروري ۲۲مه) پر خپل ټويټر لیکلي چې د بين الافغاني خبرو لړۍ بيرته پيل شوه. په دې اړه نور جزئیات نه دي وکړل شوي، خو داسې ښکاري چې مذاکرات بايد پيل شي چې په هغو کې لومړنۍ مورد د مذاکراتو اجندا ده.
په قطر کې د سولې مذاکرات په جنوري مياشت کې وروسته له هغې ودرول شول چې دواړو خواو د اجندا پر موضوع خپل وړانديزونه وسپارل. د مذاکراتو د بیا پيليدو خبره په داسې وخت کې کيږي چې دننه په افغانستان کې تاوتريخوالي او په ځانګړې توګه پلازمينه کابل کې چاودنې او هدفي وژنې ډيرې شوي دي.
اوس چې کوم کار باید ترسره شي هغه د دواړو لورو د غوښتنو ليست، د مذاکراتو پر موادو توافق او دا چې پر هغو باندې به په څه ډول عمل کيږي. د افغان حکومت، واشنګټن او ناټو ټينګار په افغانستان کې د تاوتريخوالو په کمولو او د یو اوربند پر رامنځ ته کيدو دی.
طالبان وايي چې دغه خبرې د بحث وړ دي، خو تر اوسه يې اوربند ته غاړه نه ده ايښې.
واشنگټن اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ مياشت کې د شوي تړون پر بيا کتنه بوخت دی. په دغه تړون کې امريکا له طالبانو سره ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱م کال د می مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. خو اوس داسې ښکاري چې دغه کار به وځنډيږي.
طالبانو د دې پر وړاندې مقاومت ښودلی او حتی له می مياشتې وروسته يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د احتمالي پاتې کيدو خبره هم په کلکه رد کړې ده.
د امریکا له لورې حتی په افغانستان کې د استخباراتي ځواکونو د يوه کوچني مرکز د پاتيدو وړانديز هم کيږي، چې مقر به ېې د افغانستان په ختيځ کې وي. د دغو ځواکونو تمرکز به په ځانګړي توګه د تروريزم او داعش پر ضد وي.
امریکا اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ او ناټو ۱۰ زره سرتيري لري. دواړو قوتونو تر اوسه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه خپل نهايي تصميم نه دی اعلان کړی. د بايدن حکومت د افغانستان د مسئلې حل له پاره پر ديپلوماتيکو خبرو اترو ټينګار کوي.
د موقت حکومت خبره يو بل انتخاب دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د ځينو لورو له خوا مطرح کيږي.
خو افغان ولسمشر اشرف غني د موقتې ادارې د رامنځ ته کولو خبره په قاطعیت سره ردوي په داسې حال کې چې د هغه منتقدان بیا هغه په دې پلمه، واک په خپلې قبضه کې نيولو باندې تورنوي.
په عین وخت کې د طالبانو يوه غړي ويلي دي چې دوی يو «نوی اسلامي حکومت» غواړي چې په هغه کې به غني حضور ونه لري. د طالبانو دغه غړي چې د نوم له ښودولو څخه يې ډډه کړې ده د دغه ډول حکومت او دا چې په هغه کې به انتخابات هم ترسره کیږي او که نه، جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د مذاکراتي ټيم د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا تيره اوونۍ د امريکا خلکو ته په يوه استولي پرانيستي ليک کې راغلي دي چې دوی د اسلامي قوانينو په رڼا کې د ښځو او نارينه وو حقونو ته ژمن دي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.