1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرګه چارواکي په بې پروایی تورنوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ تیر ۲۱, دوشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې غړو په هيواد کې د روانو ناامنیو له امله جدي اندېښنه وښوده او د دې جګړې د ژر درولو له پاره یې پر ملګرو ملتونو د مرستې غږ وکړ. خو د امنیتي او دفاعي چارواکو ځواب څه دی؟

https://p.dw.com/p/3wNFU
Afghanistan Präsident Ghani stellt seine neuen Kabinettsmitglieder vor
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

د ولسي جرګې غړو د نن دوشنبې (۲۰۲۱م کال د جولايي ۱۲) په عمومي غونډه کې وویل، چې طالبانو په تېرو څو اونیو کې نیږدې ۱۴۰ ولسوالۍ نېولي دي.

د وکېلانو په وینا د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په مشرتابه کې داسې کسان ګومارل شوي چې د جګړې د مسلکي مدیریت او د ناامنیو د کنترول وړتیا نه لري.

د ولسي جرګې غړي علي اکبر جمشیدي وویل: «هيواد په ډیر ناوړه وضعیت کې دی، حکومت باید له ملي شورا سره یو ګډ تصمیم ونیسي، وضعیت ولې دې حد ته رسیدلی؟ زما اصلي مخاطب هغه څلور ستوري او درې ستوري لرونکي جنرالان دي چې غږونو یې ټول کابل نېولی، تاسو بالاخره څه وکړل؟ سبا به د افغانستان تاریخ تاسو ملامتوي، تاسو ټانکونه درلودل، تاسو طیارې لری، تاسو څه وکړل؟»

ځینو وکيلانو د ختیځو ولایتونو وضعیت تردې بریده کړکیچن وباله چې ښايي پر کابل هم اغیز وکړي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازي عبدالروف شپون وویل: «زه هغه ورځ کونړ ته تللی وم او زه د دولت پر زمامدرانو غږ کوم چې که د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو ته جدي پاملرنه ونه شي نو کابل او دغه تالار به هم ترې متضرر شي.»

د جرګې دغه غړي پر طالبانو هم د اوربند غږ وکړ او ترې وې غوښتل چې پر افغان ولس رحم وکړي.

ښاغلی شپون وايي، که طالبان اوربند ته چمتوالی وښيي نو ولسمشر غني دې خپله څوکۍ یوه دریم کس ته پریږدي.

پر ملګرو متلونو نېوکه

د ولسي جرګې یوه بل غړي غلام فاروق نظري له ملګري ملتونو وغوښتل چې د افغان جګړې ختمولو کې همکاري وکړي: «نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه ملګروملتونو ته وایم، چې ولې بې تفاوته دي؟ ولې د دې ملت له حکومت او نظام سره همکاري نه کوي؟!»

د حکومت امنیتي او دفاعي سکټور چارواکي وايي چې تازه دمو ځواکونو پر طالبانو تعرضي برېدونه ته چمتوالی نېولی.

حکومت څه کوي؟

افغان چارواکي دا ډاډ ورکوي چې هغه سیمې به ډېر ژر له طالبانو ونیسي چې په دې وروستیو کې د هغوی لاس ته ورغلي دي.

د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند اجمل عمر شینواري وویل: «موږ ډير ژر په همدغو سیمو کې عملیات پيلوو او په تېرو څو ساتونو کې ځینو سیمو کې د عملیاتو له امله لسهاوو طالبان وژل شوي هم دي.»

Afghanistans Vizepräsident überlebt Bombenattentat
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

سره له دې چې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې تر ډیره له طالبانو سره پر سوله ټینګار کېدی او په دې برخه کې د ولسمشر غني په ګډون له جګپوړو چارواکو د قربانۍ غوښتنه کېده، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبان یې د ښمنان دي.

د سولې په تړاو په پارلمان کې څه تیریږي؟

صالح زیاته کړې: «د دغه دښمن د نابودی له پاره هر څه چې په توان کې لرو نه یې دریغوو، دا ښکاره ده چې په سختو حالاتو کې یوو، په عین حال کې له سیاسي لیدلوري هم یو ستر فرصت شته، ټول قومونه، ولایتونه او د پاکستان پلویانو څخه پرته سیاسي ځواک د ملي اردو بریا او سرلوړي غواړي.»

صالح یوځل بیا ټینګار کړی چې طالبان نه شي کولای په زور دغه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي.

امرالله صالح ته د منسوب غږیز کلیپ په اړه غبرګون

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په ولسي جرګه کې صالح ته د منسوب غږ په اړه هم جدي غبرګون وښودل شو.

په رسنیو کې لاس پر لاس کېدونکي دغه غږیږ کلیپ کې امرالله صالح د ولسي جرګې پر غړي امیرشاه نایب زاده تور لګولی چې افغان سرتیري طالبانو ته د سیمو پرېښودو ته هڅوي.

سره له دې چې دغه وکیل هم د امرالله صالح څرګندوني رد کړي، خو د جرګې یوشمېر غړو دا د ښاغلي نایب زاده صحرايي محکمه کېدل وبلل.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني په دې اړه وویل: «له نایب زاده سره شوی چلند او هغه رسنیز کول، هیڅ ډول قانوني توجیه نه لري.»

زموږ له آرشيف څخه: