1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې په تړاو په پارلمان کې څه تیریږي؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

د ولسي جرګې یوشمېر غړو د دې جرګې د مشر میر رحمان رحماني له هغه دریځ سره کلک مخالفت وښود چې نوموړي پکې د لنډمهالي حکومت ملاتړ کړی. افغان پارلمان کې تر بودیجې وروسته د سولې موضوع ولې جنجالي شوه؟

https://p.dw.com/p/3ogJ6
Afghanistan Präsident Ghani stellt seine neuen Kabinettsmitglieder vor
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

د ولسي جرګې یوشمېر غړو نن دوشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ لومړی نیټه) په عمومې غونډه کې د دې جرګې د مشر میررحمان رحماني اعلان کړي د "سولې کمېسیون" سره مخالفت وکړ.

ښاغلي رحماني تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې د نوموړي په مشرۍ ۲۱ کسیز کمېسیون ته یې دنده سپارلې چې د سولې روان بهیر په هر اړخیزه توګه وارزوي. رحماني حکومت تورنوي چې د سولې پروړاندې خنډ دی او نه پریږدي چې دا بهیر بریا ته ورسیږي.

پارلمان کې د لنډمهالي حکومت پر سر ناندرۍ

ولسي جرګه کې د وکېلانو ترمنځ ناندریو وروسته له هغې زور اخېستی چې د جرګې مشر پرون وویل، د لنډمهالي حکومت طرحه وررسېدلې او دی ترې ملاتړ کوي. د جرګې غړې مریم سماء په دې اړه وویل: « کنفرانس مو راوغوښت او د سولې په نوم د کمېټي د مشر په توګه د موقت حکومت ملاتړ مو وکړ، جناب رحماني! مونږ او خلکو ته ځواب راکړئ، تاسو څوک یاست چې د مجلس له ادرسه د ملي ګټو خلاف دغسې پریکړې وکړئ؟!» 

Afghanistan Wahlkampf
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

مریم سما وايي خلک د لنډمهالي حکومت څخه ناوړه او ترخه تجربه لري. هغې زیاته کړه: «اوسنۍ نظام د دې خاورې د بچیانو د قربانیو په نتجه کې لاسته راغلی او ساتنه یې د شهېدانو وینو ته د درناوي په مانا دی.» د پارلمان دې غړې په تونده ژبه ښاغلی رحماني وننګاوه چې په دې اړه له چا او کومه هېواده دستور اخلی.

خو د پارلمان مشر د اغلې سما د خبرو په پای کې د ځواب په دود وویل: «خدای دې وکړي چې مریم صاحب! دا خبرې مو خپلې وي او د چارو د ادارې لخوا نه وي.»

میررحمان رحماني د نن ورځې غونډه کې هم ټینګار وکړ چې د لنډمهالي حکومت په طرحه کې د افغانستان ګټې او نظام خوندې کیږي.

د حکومت غبرګون څه دی؟

د "لنډمهالي حکومت" او یا د ځینو په ټکو د "سولې حکومت" پر سر افغان پارلمان داسې مهال په دوو ډلو ویشل شوی، چې تازه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې اړه څرګندونې کړي. ښاغلي صالح پرخپله فیسبوک پاڼه د مشارکتي او یا د سولې حکومت په نوم طرحه دده په ټکو د "شیطان تګلاره" بللې. هغه لیکلي: «زه له هغو کسانو چې دا طرحه یې سراسري مطالعه کړې غواړم چې یو ځل بیا دې په ژوره توګه ولولي، د ټولنې د عادي خلکو ذهن هم کولای شي چې په هغې کې د ناوړه نیت او نفاق اچونه وګوري.»

ښاغلي صالح زیاته کړې چې پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو پلان لري. د صالح په ټکو دا جعلي او خیالي طرحې دي چې پربنسټ یې هېواد کې د څو لویو او وړو حکومتونو د جوړولو هڅه کیږي.

د حکومت او پارلمان ترمنځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د ملي بودیجې پرسر د جنجالونو په دوام دا ځل د سولې روان بهیر څـرنګوالی هم د دولت د دواړو قوو ترمنځ په جنجال واوښت.

ټاکل شوې وه چې د نن دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته د ماليي ګوښه شوی وزیر عبدالهادي ارغندېوال وکېلانو ته په حکومت له روانو ځینو مسایلو پرده پورته کړي، خو د موقت حکومت پرسر د وکېلانو ترمنځ ناندریزو بحثونو له امله ښاغلي ارغندېوال ګډون ونه کړ.

اسماعیل شاکر – کابل