1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د احتجاج لړۍ دوام لري

۱۴۰۱ تیر ۷, سه‌شنبه

په سلګونو افغان کورنیو له اپریل میاشتې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نېشنل پریس کلب مخې ته احتجاجي کمپ جوړ کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې لویدیځ هېوادونه دې دوی ته سیاسي پناه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4DMXD
Pakistan, Islamabad | Demonstation von Afghanen
انځور: Sweeta Sadat

په دغو کمپونو کې یو شمیر افغانې کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره یو ځای اوسیږي. په دې ځای کې ډیر شمیر پولیس هم مؤظف دي. دغه مظاهره کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته یې په دغه هیواد کې ژوند خوندی نه دی. دوی وايي چې لویدیځ هیوادونه دې ورته سیاسي پناه ورکړي.

څو ورځې مخکې او تیره میاشت هم مظاهره کوونکو د اسلام آباد «ډي چوک» پورې د تللو هڅه کړې وه، چې د پولیسو له خوا یې مخه نیول شوې وه. مظاهره کوونکو د خپلو کمپونو دباندې داسې سپينې لوحې او پلاکاټونه لګولي دي چې پرې لیکل شوي «کِل از» یعنې یا مو ووژنۍ یا مو ومنئ.

دغه مظاهرې د پاکستان د حکومت پر ضد نه دي، بلکې د مظاهره کوونکو په خبره د نړیوالو د وجدان ویښولو په خاطر دي.

په مظاهره کوونکو کې اکثره یي شعیه مذهبه هزاره ګان دي. په دوی کې یو شمیر ازبک، تاجک او د نورو قومونو افراد هم شامل وي.

سید علي ظفر، چې د افغانستان د شمال اوسیدونکی دی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کله چې طالبان واک ته ورسیدل، لږه موده وروسته یي زما ورو اسدالله وواژه. د هغه جرم یوازې دا و چې هغه شعیه هزاره و. هغه په سفر کې و چې د تالاشۍ په یوه پوسته کې تر درول کیدو وروسته ووژل شو. له دې پیښې څخه نه یوازې زموږ په کورنۍ، بلکې په ټولو هزاره کورنیو کې د ویرې څپه خپره شوه.»

د سید علي ظفر په خبره په افغانستان کې د هزاره ګانو ژوند مصئون نه دی. هغه ویره لري چې که بیرته وطن ته ستون شي یا به ووژل شي او یا به پرې برید وشي.

د سید علي ظفر په وینا هغه د افغانستان په شمالي کې د نرس په توګه کار کاوه. هغه وایي چې د علي صالح په نوم یو زوی یي د سرطان په ناروغۍ اخته دی چې په پاکستان کې یي علاح نه کیږي او یوازې په کوم لویدیځ هیواد کې یې درملنه کیدای شي.

ظفر د مظاهره کوونکو د غوښتنو په اړه وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دې په لویدیځو هیوادونو کې سیاسي پناه راکړل شي او تر هغې پورې چې دا بهیر بشپړیږي، ملګري ملتونه دې موږ ته د مهاجر درجه راکړي، ځکه بې له دې نه زه دنده کولی شم او نه هم زما ماشومان درس ویلی شي.»

د سید علي ظفر ښځه لطیفه احمدي وایي چې هغې په افغانستان کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله. دا وایي: «د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته کار کول ډیر ستونزمن شوی و او زما د لیور تر وژل کیدو وروسته په ټوله کورنۍ کې د ویرې څپه خپره شوه او اوس ټول په دې نظر دي چې یوازې په امریکا، کاناډا او یا کوم لویدیځ هیواد کې ځان مطمئن احساسولی شي.»

لطیفه احمدي وایي چې هغې په هلمند او کندهار کې کار کاوه. دا وايي: «د طالبانو تر راتګ وروسته زما په شمول د زرګونو ښځو دندې په خطر کې ولویدلې او دوی د ویرې خپل مسئولین نه شي ادا کولی.»

د دې کمپ یوه ځوان اوسیدونکي چې د بامیان ولایت دی، د نوم پټ ساتلو په شرط دویچه ویله ته وویل: «هزاره ګان نه یوازې د ژبې پر بنسټ، بلکې په مذهبي لحاظ هم په نښه کیږي. طالبان وایي چې د پخواني حکومت کارمندانو ته څه نه وايي، خو حقیقت دا دی چې دوی په نښه کیږي او تشدد هم پرې کیږي.»

دغه ځوان وویل چې په دې کمپ کې تر ټولو ډیر احتجاج کوونکي شعیه هزاره ګان دي، چې ډير شمیر کسانو یې یا خو د اشرف غني په حکومت کې په ملکي پوستونو کې کار کاوه او یا یي هم له نړیوالو اداره سره کار کړی دی.

هغه وویل چې دا د امریکا او لویدیځ اخلاقي مکلفیت جوړیږي چې داسې کسانو ته سیاسي پناه ورکړي چې ژوند یې په خطر کې دی: «د هزاره ګانو ژوند په خطر کې دی. دا کومه داسې ادعا نه ده چې نه شي ارزول کیدلی. دوی نه یوازې د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي، بلکې د نورو ترهګریزو ډلو له خوا هم په نښه کیږي. له دې امله له نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښته دا ده چې موږ ته دې سیاسي پناه راکړي او تر هغې چې موږ ته سیاسي پناه نه وي راکړل شوې، موږ ته دې د مهاجر درجه راکړل شي.»

عبدالستار: ش.ن/ ن.ز