1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې ملي ماتم، خلک وايي ماتم د حل لار نه ده

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې د اختر له چمتوالي سره همهاله نن په ټول هيواد کې ملي ماتم اعلان دی. د هيواد پر ټولو دولتي، کورنیو او بهرنیو ادارو د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند دی.

https://p.dw.com/p/3tFVh
Afghanistan Flagge Symbolbild
انځور: Aleksey Butenkov/Zoonar/picture alliance

ولسمشر غني د ملي ماتم په مناسبت نن د لوګر په مرکز پل علم کې د کانکور ازموینې پر ګډون کوونکو او د کابل په شت برچي کې د سیدالشهدا لېسې پر زده کوونکو د تروریستي بریدونو قربانیانو ته د دعا او فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې اړه د ارګ پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي: «یاد مراسم چې د ارګ په جامع جومات کې ترسره شول، د قران عظیم الشان د ختم ګډونوالو په هيواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د طالبانو ډلې له لوري په هیواد کې د روانې نامشروع جګړې، فتنې او تفرقې د پایته رسېدو په خاطر د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړه.»

هاخوا په کابل کې یوشمېر نړېوالو بنسټونو هم د وروستیو پېښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ په موخه خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «نن، موږ خپل بیرغ د دشت برچې، پل علم او د نورو ترهګرو پېښو د قربانیانو په یاد او د افغانستان له خلکو سره د پیوستون په موخه ښکته کوو.» اروپايي ټولني ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

دغه راز، په کابل کې د امریکا په سفارت کې هم د هغه هيواد بیرغ نیمه ځوړند دی. د سفارت پر رسمي ټویټر په دې اړه لیکل شوي: «لکه څنګه چې د لوګر او د سیدالشهدا پېښو قربانیان زموږ په یاد دي، موږ له غم ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښيوو.» د امریکا سفارت روانه جګړه بې مانا بللې چې تر ډیره پکې ملکي افغانان وژل کیږي.

ماتم د کوم درد دوا؟

خو هاخوا د چارو ځيني کتونکي وايي چې په رسمي توګه د ماتم اعلانول د حکومت مسؤلیت نه شي رفع کولای.

سیاسي فعال میرزا محمد حق پرست دویچه ویله ته وویل، ماتم نه د افغانستان پر نړېواله ډيپلوماسۍ اغیز کوي او نه هم په کور کې خلک خوندې کولای شي. «غوره لاره داده چې حکومت دغسې لویې تروریستي پېښې په سمه توګه وڅېړي او د هغې راپور له خپل ملت سره شریک کړي.»

حق پرست زیاتوي چې حکومت ته په کار ده چې دغسې سترو جنایتونو کې د ښکېلو استخباراتي کړیو په اړه ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړېوالو بنسټونو ته شکایت وکړي.

سره له دې چې تراوسه ددغو خونړیو برېدونو چې حکومت یې له امله ملي ماتم اعلان کړی مسؤلیت چا نه دی منلی، خو دغه کارپوه وايي دا د حکومت مسؤلیت دی چې ددغسې پېښو عاملین کشف کړي.

د پوهنتون استاد جبران لوراند هم دویچه ویله ته وویل چې د ماتمونو اعلان هیڅ درد نه شي دوا کولای: «همدااوس په حکومت کې ځینې کړۍ شته چې ددغسې پېښو عاملان دي، حکومت او ترڅنګ یې امریکا ددې اراده نه لري چې په هېواد کې دغه غمیزې پای ته ورسیږي.»

په خواله رسنیو کې هم ډېرو افغانانو هیله ښودلې چې دا دې د هيواد وروستی ماتم شي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب