شخړيآسیا
هلمند: موټر بم بريد ۹ کسان وژلي
۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبهاعلان
د هلمند د والي وياندعمر ځواک د پنچشنبې په ورځ وويل چي د چهارشنبې په ناوخته ماښام په نهرسراج ولسوالۍ کي په دغه بريد کي يو کوچنی او در امنيتي کسان ټپيان سوي هم دي.
ځواک ويلي دي چي دغه ملکي کسان پر امنيتي پوستې باندي د بريد پرمهال په موټر کي له دغي سيمي څخه د تیريدو په حال کي ول. په وژل سوو کسانو کي دوې ښځي هم شاملي دي.
د بريد پړه تر اوسه پوري هيچا پر غاړه نه ده اخيستې. خو د هلمند د ډيرو سيمو کنترول د وسله والو طالبانو په لاس کي دی.