1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: ناپيژاندو وسلوالو ښځينه پوليسه ټپي او خاوند يې وواژه

۱۳۹۹ اسفند ۱۷, یکشنبه

د هلمند چاروکي وايي چې د ناپيژاندو وسله والو په برید کې د افغان پولیسو يو افسر وژل شوی او د هغه ميرمن چې پخوا د ښځينه پولیسو مشره وه سخته ټپي شوې ده. په بلخ د طالبانو په يوه برید کې هم لږ تر لږه ۸ افغان پولیس وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3qJvq
Afghanistan Polizistin Islam Bibi erschossen
د هلمند ولایت د پولیسو په تعلمي مرکز کې يوه ښځينه پولیسه د عملي زده کړې پر مهال - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/empics

له کابل څخه د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، د هلمند د والي وياند، عمر ځواک وايي چې ناپيژاندو وسله والو د پولیسو پر دغه افسر او د هغه پر ښځې، د لښګرګاه ښار په منځ کې ډزې کړي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ يوه منسوب چې نوم يې نه دی ذکر شوی، ويلي دي چې د وسله والو هدف ښځه وه. هغه د دغې ښځې نوم ملاله وښود چې په برید کې سخته ټپي شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې د ملالې خاوند، عبدالقيوم چې هغه هم د هلمند د امينې قوماندانۍ يو افسر وو، وژل شوی دی.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ ویاند، محمد زمان همدرد په خبره چې ملالې ۱۴ کاله د دغه ولایت د ښځينه پولیسو په برخه کې د ځايي خلکو د کورنيو ستونزو د حل په برخه کې کار کړی دی.

د دغه برید مسئوليت په سملاسي توګه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په شمالي ولایت بلخ کې هم لږ تر لږه ۸ افغان پولیس وژل شوي دي. د بلخ د امنيه قوماندان وياند، عادل شاه عادل وايي چې دغه پولیس د شنبې په شپه ناوخته هغه مهال ووژل شول چې طالبانو د هغوی پر پوستې باندې برید وکړ. هغه وويل چې پنځه طالبان هم په دغه نښته کې وژل شوي دي. پر وینا يې چې دغه پيښه د بلخ په دولت شاهي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې په بلخ کې طالبانو ۱۲ پولیس وژلي دي. هغه په دغې حمله کې د وژل شوو طالبانو خبره رد کړې ده.

په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه په داسې حال کې لوړه شوې ده، چې په قطر کې بين الافغاني مذاکرات هم چندانې لاسته راوړنې نه لري.

ا/م.ک.ص./م.ن.ص.