1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د بین الافغاني مذاکراتو تازه پلاوي پوره صلاحیت لري؟

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله وویل، د تاوتریخوالي په مټ بریا ته رسېدل تېروتنه ده او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر د ښکېلو غاړو ترمنځ د بې باوری په له منځه وړلو ټینګار وکړ.د خبرو دغه نوي پړاؤ ته هیلې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3wcDf
Katar | Friedensgespräche in Doha
انځور: Presseabteilung des Obersten Nationalen Versöhnungsrates

افغان چارواکي وایي، د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جګپوړي پلاوي ترمنځ دغه بین الافغاني مذاکرات به دوه ورځې دوام وکړي.

د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون چې اوس په پلازمینه دوحه کې دی، دویچه ویله ته وویل:

«د مذاکراتو له پرانېستنې مراسمو وروسته د دواړو غاړو ۷ کسیز ټیمونه د تړلو دروازو تر شا مذاکرات پرمخ بیايي.»

د بین الافغاني مذاکراتو د پرانېستلو مراسمو ته د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله وویل، چې د جګړې اصلي قربانیان عام افغانان دي.

د عبدالله پروینا، مذاکرات هغه مهال پایلې ته رسېدی شي، چې په دواړو غاړو کې انعطاف مننه رامنځته شي:«راځئ چې د حاشیې څخه تیر شو او د مشکل په متن بحث وکړو، چې څنګه کولای شو کار ګړندی او چټک کړو، دا وینه چې توېیږي دا د افغانانو او مسلمانانو وینه ده ، نه یې جبیره کولای شو او نه هم ځان له مسوولیته خلاصولی شو»

عبدالله زیاتوي پر نظامی حل لاره ټینګار او یا د زور او تاوتریخوالي له لارې بریا ته رسېدل ناسم باور دی.

د طالبانو په استازولی ددې ډلې د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر بیا په خپله وینا کې د خبرو د بریا ترڅنګ د یوه اسلامي نظام په جوړښت ټینګار کاوه.

ښاغلي برادر وویل، بین الافغاني مذاکرات د تېرو لسو میاشتو راهیسي دوام لري، خو د ځینو ستونزو له امله یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

نوموړي دغه ستونزې په ډاګه نه کړې خو زیاته یې کړه:

«هغسې چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم نا امیدي نه ده پکار، د افغانستان إسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کړې، چې مذاکرات یوې مثبتې نتیجې ته ورسي.»

دغه طالب مشر زیاتوي چې افغان ولس نور باید ونه ځوریږي او ټول قومونه د یوه اسلامي نظام تر چتر لاندې سوکاله ژوند وکړي.

د مذاکراتي پلاوو پر صلاحیتونو شکونه

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي باوري نه دي چې په قطر کې ناست مذاکراتي پلاوي دې له بشپړ صلاحیت سره خبرو ته دوام ورکړای شي.

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي مولوي احمدالله موحد دویچه ویله ته وویل، د جګړې ښکېلې غاړي د داسې بې مانا مذاکراتو په کولو سره وخت ضایع کوي.

«نه زمونږ حکومت په خپل واک کې دی او نه هم امارات اسلامي د خپل واک څښتن دی او دا باید ومنو.»

Katar | Friedensgespräche in Doha
انځور: Presseabteilung des Obersten Nationalen Versöhnungsrates

د پارلمان دغه پخوانی غړی د طالبانو تازه شرطونه هم ډير عجیب بولي.

«د بیلګې په توګه د ۷ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو شرط، خو دا تضمین څوک ورکوي چې هغوی به جګړې ته نه ځي، دغه راز د طالب مشرانو له تور لیست څخه د اېستلو شرط، اوس سوال دادی چې که دغه طالب رهبران په تورلیست کې دي نو دوی په قطر کې څه کوي، دا سفرونه روسيي، ایران او اروپايي هېوادونو ته څنګه کوي؟»

دا څرګندونې داسې مهال تر سره کیږي، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په قطر کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي.

اختر او اوربند

د دغو لیدنو کتنو سره په عین وخت کی ویل شوي چې د لوی اختر په ورځو کې ښايي طالبان اوربند اعلان کړي.

خلیلزاد اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې په لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

اسماعیل شاکر – کابل