1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

طالبان وايي له ایران سره پر پوله مهم سوداګریز بندر یې نیولی

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

پر بادغیس تر برید وروسته اوس طالبانو ویلي دي چې له ایران سره پر پوله یې تر ټولو مهمه بندري لار نیولې ده. د طالبانو په خبره، په هرات کې د اسلام قلعه بندر یې نیولی او دا چې بیرته به یې فعال کړي.

https://p.dw.com/p/3wGD5
Afghanistan Überführung Opfer Flugzeugabsturz im Iran
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

د جمعې په ورځ طالبانو وویل چې په هرات ولایت کې یې له ایران سره پر پوله د اسلام قلعه (اسلام کلا) بندر نیولی دی. طالبانو په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته وویل: »د اسلام قلعه بندر زموږ په بشپړ کنترول کې دی او موږ هڅه کوو چې نن یې بیرته فعال کړو.«

تر اوسه پورې حکومت د طالبانو د دغه ادعا په برخه کې څه نه دي ویلي او د خپلواکو سرچینو له لوري هم د طالبانو د دې ادعا ثبتوت ستونزمن دی.

په هرات ولایت کې پروت د اسلام قلعه بندر له ایران سره تر ټولو مهمه سوداګریز لار بلل کیږي او کابل له ایران سره خپله ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه له همدې لارې کوي.

د روان میلادي کال له مې میاشتې راهیسې، هغه مهال چې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو له افغانستان خپل وتل پیل کړل، په افغانستان کې دا دوهم سوداګریز بندر دی چې د طالبانو لاس ته لویږي.

څو ورځي مخکي طالبانو د افغانستان په شمال کې شیرخان بندر هم تر خپل کنترول لاندې راوست. شیرخان بندر په شمال کې له تاجيکستان سره تر ټولو مهمه سوداګریزه لار بلل کیږي. سربیره پر دې، طالبانو په بلخ ولایت کې حیرتان بندر ته هم امنیتي ګواښونه رامنځ ته کړي وو.

AFP/K.H/N.Z