1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: په ميدان وردک کې کلابند سرتیري ژغورل شوي

۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه

په ټولنیزو رسنیو کې په ميدان وردک کې د محاصره شويو سرتیرو د يوې ويډيو تر خپريدو وروسته، د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د عسکرو کلابندي پای ته رسیدلې ده. د دې ويډيو تر خپريدو وروسته سخت غبرگونه پاريدلي ول.

https://p.dw.com/p/3k8M1
Afghanistan US-Soldaten
انځور: AFP/T. Watkins

د يکشنبې په ورځ د ملي اردو د يوه سرتیري يوه ويډيو په ټولنیزو رسنيو کې ډېره لاس پر لاس شوه. په دغه ويډيو کې د ميدان وردک د جلریز ولسوالۍ د کوټه اشرو سيمې په يوه کمپ کې يو سرتیری چي ټپي دی، له ولسمشر څخه د مرستې غوښتنه کوي. 

د دې ويډيو په يوه برخه کې دغه سرتیری غوښتنه کوي: «ښاغلی ولسمشره!  دا زما له پاره ډېره دردونکې ده او که ستا له پاره هم دردونکي وي نو موږ سره مرسته وکړه... ځکه چې اوبه نه لرو، ډوډۍ نه لرو خو جنگي روحيه لرو او جنگ کوو خو که مرسته راسره وشي.»

دا سرتیری پر دې سربیره زياتوي چې پر دوی د يوه موټربم  بريد پنځمه ورځ ده، د سنگر ملگري یې ټپي دي خو د هغوی د انتقال له پاره څوک نه دي ورغلي. دا ويډيو په ټولنیزو رسنيو کې په لسونو وارې لاس پر لاس شوې او پراخ غبرگونونه یې پارولي دي. 

تر دې پراخو غبرگونو وروسته نن، دوشنبه (د اکتوبر ۱۹ نیټه) د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په نشرولو سره ویلي چې د جلریز ولسوالۍ د سرتیرو ستونزه په بشپړه توگه حل شوې ده.

اړونده موضوع: دفاع وزارت: په بادغيس کې د محاصرې ماتولو عملیات پیل شوي

د دې خبرپاڼې پر اساس تیره شپه د ملي اردو کوماندويي ځواک د ميدان وردک د جلريز ولسوالۍ د اشرو کمپ کې عمليات کړي دي. په دې ترڅ کې ټپي سرتیري روغتون ته انتقال شوي او پاتو عسکرو ته یې په کافي اندازه وسلې، مهمات او خوراکي رسولي دي. وزارت په دې خبرپاڼه کې د ټپي سرتیرو عکسونه او د هغوی خبرې هم نشر کړي دي.

په دوحه کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې د خبرو سره همهاله په افغانستان کې تاوتريخوالي ډېر شوی او افغان امنيتي ځواک په څو جبهو کې له طالبانو سره جنگيږي.