دفاع وزارت: په بادغيس کې د محاصرې ماتولو عملیات پیل شوي
۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبهاسوشېتد پريس خبري آژانس ليکلي دي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند ډګروال قیس منګل د دوشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د پوځ ۱۲ سرتیري وژل شوي دي چې په دې ترتیب سره د پوځ د سرتیرو د تلفاتو کچه تر۴۰ تنو اوړي.
په دې ترڅ کې لسګونه نور بیا ټپیان دي. د دفاع وزارت ویاند قیس منګل په خپلو خبرو کې وویل چې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې او د هوايي بریدونو په پایله کې د مخالفینو ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
بل لوري ته تیره اونۍ د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي ویلي ول چې په دې ولایت کې د پوځ یوه اډه چې پکې شاوخوا ۶۰۰ سرتیري میشت دي، د مخالفینو په محاصره کې ده.
د نوموړي په وینا د سرتیرو پوځي تجهیزات، خوراکي توکي او اوبه مخ پر خلاصیدو دي. تر اوسه پورې د یادو سرتیرو د شمیر او د تازه وضعیت په هکله لا معلومات په لاس کې نه شته.
طالبان چې اوسمهال له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د توافق پر سر په خبرو بوخت دي، کابو هره ورځ پر حکومتي، پوځي او د پولیسو پر اهدافو بریدونه کوي.
AP-KH.NZ