1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

افغان سوله، د ترکیې ناستې برخلیک

۱۴۰۰ خرداد ۱, شنبه

د افغان سولې په تړاؤ د ترکيي ناستې برخلیک د اختر په لسمه ورځ هم واضح نه شو.ښکېلې غاړې د څه په تمه دي؟

https://p.dw.com/p/3toIE
Türkei Treffen von Präsident Recep Tayyip Erdogan mit afghanischem Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/abaca/K. Ozer

د افغان سولې په تړاؤ د ترکیې په استانبول کې جوړېدونکی کنفرانس دوه ځله ځنډول شوی او په وروستي ځل ټاکل شوې چې د اپریل په ۲۴مه نیټه جوړ شي، خو ترکیې په روژه کې اعلان وکړ چې دا غونډه به تر اختر وروسته رابلل کیږي.

ددې ناستې تر ځنډېدو وړاندې طالبانو اعلان کړی، ترهغې چې له هېواده ټول بهرني ځواکونه نه وي وتلي، دوی د افغانستان برخلیک په تړاؤ په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

ستونزه په چا کې ده؟ طالبان او که افغان حکومت

افغان حکومت ته نیږدې سرچینې وايي، اوسمهال حکومت او سیاستوال د دولت د عالي شورا پر جوړولو بوخت دی.

د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي سید قریب الله سادات دویچه ویله ته وویل، ټول انتظار دې ته دی چې د دولت عالي شورا جوړه شي، ځکه طالبانو ویلي چې د خبرو لپاره باید یو واحد ادرس موجود وي.

«طالبانو ویلي چې مونږ هر چا سره جلاجلا خبرې نه شو کولای، حکومت او سیاسیون باید په یوه واحد دریځ راټول شي چې مونږ ورسره خبرې وکړو.»

ښاغلی سادات چې د افغان سولې موضوعات له نیږدې څارې زیاته کړه چې همدااوس په دولت کي ټوله بوختیا پر همدې ده چې څه ډول او د کومې کچه د غړو په ترکیب سره د دولت عالي شورا جوړه کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو څو اونیو کې په حکومتي او له حکومته دباندي د سیاسي مشرانو په کچه د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده.

اوس تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم سره کتلي دي.

سره له دې چې ددې کتنو ډير جزیات نه رسنیز کیږي، خو ګومان دادی چې حکومت هڅه کوي طالبانو سره د ترکيي په کنفرانس کې له یوه واحد ادرسه مخامخ شي.

هاخوا ویل کیږي چې طالبان ښايي ډېر ژر د ترکيي په کنفرانس کې د ګډون اعلان وکړي.

په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل:

«داسې احتمال شته چې طالبان به د ترکيې په غونډه کې د ګډون اعلان وکړي، داسې معلومات هم تر لاسه شوي چې ډير ژر به ګټورې بين الافغاني خبرې شروع شي.»

دغه پاکستاني خبریال د سرچینو له قوله زیاته کړې چې د طالبانو سره د استانبول د غونډې  جزیات شريک شوي.

طاهر خان وايي ټاکل شوې نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۲۲مه) په کابل کې د امريکا، روسيې، چین او پاکستان د ډیپلوماټانو غونډه هم جوړه شي.

Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د استانبول کنفرانس ته د طالبانو احتمالي شرطونه

سره له دې چې طالبان په ظاهره د بهرنیو ځواکونو د وتو ځنډېدل او د استانبول ناستې د اجنډا نه شرېکېدل په دې غونډه کې د نه ګډون مهم لاملونه بولي، خو ویل کیږي چې طالبان ښايي په دې ناسته کې د ګډون لپاره د خپلو ۷ زره زندانیانو خوشې کېدل او له تور لېست څخه د هغوی د مشرانو اېستل د بنسټېزو شرطونو په توګه مطرح کړي.

خو ځیني نور کتونکي بیا پر طالبانو شک څرګندوي چې د ترکيي په کنفرانس کې له احتمالي پریکړو  څخه ویره لري.

په لندن کې میشت افغان ژورنالیست سمیع یوسفزي په دې اړه دویچه ویله ته وویل:

«داسې ښکاري چې طالبان ددې کنفرانس په اهدافو او اغراضو یو څه پوه شوي، داسې ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به پر یوه بې طرفه حکومت د جوړولو پریکړه کیږي چې هلته به طالبان هم یو سهم ولري خو داسې معلومیږي چې طالبانو نه غواړي په داسې یو کنفرانس کې ګډون وکړي چې هلته پرهغوی پریکړې تحمیل شي.»

ښاغلی یوسفزی زیاتوي داسې هڅه هم شته چې دا ناسته لکه د نورو په څېر یواځې د نظرونو څرګندولو تر بریده جوړه شي، خو امریکا او نور متحدین یې غواړي چې دلته باید برخلیک ټاکونکې پریکړې وشي، چې د ځنډېدو ترټولو ستر لامل یې هم همدغه دی.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې زلمي خلیلزاد د امریکا د کانګرس د ملي امنیت کمېټې ته ویلي، د استانبول کنفرانس د جوړېدو هڅې روانې دي او تمه ده چې حکومت او طالبان پکې ګډون وکړي.

اسماعیل شاکر – کابل