1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بيرته پر نجونو د ښوونځيو دروازې وتړلې

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

طالبانو د چهار شنبې په ورځ د نوي تعليمي کال د پيل سره د ښوونځيو تر پرانيستل کیدو څو ساعته وروسته د نجونو د منځني ښوونځيو د تړلو امر وکړ. د طالبانو د تګلارې دا بدلون د سختې مايوسۍ سبب شوی دی.

https://p.dw.com/p/48u9L
Afghanistan Mädchen und Frauen wollen unbedingt wieder zum Unterricht
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

د طالبانو له ویاند انعام الله سمنګاني څخه چې کله د فرانسې خبري آژانس وپوښتل چې آیا په رښتيا د نجونو بيرته کورونو ته د ليږدولو امر شوی دی، نو هغه وويل: «هو، دا خبره رښتيا ده.»

نوموړي سملاسي د دې امر د جاري کولو علت په ډاګه نه کړ خو د پوهنې وزارت وياند عزيز احمد رويان وويل: «موږ ته په دې اړه د تبصرې اجازه نه ده راکړل شوې.»

د فرانسې خبري آژانس يوې ډلي په کابل کې په زرغونه لېسه کې د هغي صحنې فلم اخيستی چې ښوونکې ټولګي ته داخليږي او خپلو شاګردانو ته وايي چې درسونه پای ته رسيږي.

هغه شاګرداني چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي په لومړي ځل ښوونځي ته تللي وې، په مات زړه خپل کتابونه راټول کړل او په ژړا له صنفه ووتلې.

د کابل د عمرا خان نجونو د ښوونځي د پلوشې په نامه يوې ښوونکې وويل: «زما شاګردانو ژړل او نه یې غوښتل چې له ټولګۍ ووځي.» هغه زياتوي: «د خپلو شاګردانو اوښکې مې ډېره ځوروي.»

د ملګرو ملتونو غبرګون

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاېنز د ښوونځيو د تړلو خبر «ځورونکی» وباله. نوموړې د تويتر له لارې ليکلي: «که دا رښتيا وي نو ممکنه علت به یې څه وي؟»

کله چې طالبان د تېر کال په اګست مياشت کې واک ته ورسېدل نو هغه وخت ښوونځي د کوويد – ۱۹ د وبا له کبله تړل شوي ول، خو بيا څو مياشتې وروسته هلکانو او د ټيټو صنفونو نجونو ته ښوونځيو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه.

طالبان د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيزي؛ خو په کومو شرائطو؟

هغه وخت داسې ويره موجوده وه چې طالبان به د خپلې پخوانۍ دورې په څېر نجونو ته د زده کړو اجازه ور نه کړي. خو همدا پرون، سه شنبه د طالبانو د معارف وزارت اعلان وکړ چې سر له چهار شنبې ورځې به د هيواد په ټولو ښوونځیو کې درسونه پيل شي.

خو د چهار شنبې په ورځ يوازې په ځينو سيمو کې د نجونو د ښوونځيو بیرته پرانيستل کیدل مشاهده شول او د کندهار په شمول له نورو سيمو څخه داسې خبرونه ورکړل شول چې د ښوونځیو پرانيستل بلې مياشتې ته وځنډيدل.

خو په پلازمېنه کابل او همدا راز هرات او پنجشير کې ښوونځي لږ تر لږه د يو څو ساعتونو له پاره پرانيستل شوي ول.

د طالبانو د معارف وزارت ويلي چې د ښوونځيو بيرته پرانيستل کیدل تل د حکومت موخه وه او نه دا چې دا کار د نړيوالو د فشار له کبله کوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)