1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په سپين بولدک کي څه تيريږي؟

۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه

نن د جمعې په ورځ افغان ځواکونو په سپین بولدک کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي او جګړه لا هم روانه ده. بل لوري ته بیا د فرانسې خبري آژانس خبریال ویلي چې طالب جنګیالي د پاکستان په روغتونونو کې تر درملنې لاندي دي.

https://p.dw.com/p/3wZN3
Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Taliban
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

افغان امنيتي ځواکونو ويلي دي چې د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۶نیټه) يې د سپین بولدک او له پاکستان سره د مهمې ترانزیتي لارې د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات پیل کړي او د خلکو په خبره جګړه لا هم روانه ده.

په سیمه کې د فرانسې خبري آژانس خبریال وايي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د شپې پرمهال ټپي شوي لسګونه طالب جنګیالي پولې ته څیرمه د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کيږي.»

د طالبانو یوه ځايي قوماندان ملا محمد حسن چې ځان په طالبانو پورې اړوند بولي، د فرانسې خبري آژانس ته په چمن کې وویل چې «زموږ یو جنګیالی وژل شوی او لسګونه نور مو ټپیان شوي دي.»

په سپین بولدک کې د جګړو د تشدید خبرونه داسې مهال ورکول کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه هم شوې ده. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، پرون وویل چې په ځینو سیمو کې د پاکستان پوځ د طالب جنګیاليو هوايي ملاتړ کوي. پاکستان بیا دغه ادعا رد کړې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې هیواد یې «په خپله خاوره کې د خلکو او خپلو ځواکونو د خوندیتوب له پاره اړین اقدامات عملي کړي دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکې چې همدا تیره چهارشنبه سقوط شوې وه، وايي چې اوس د دې ولسوالۍ په اصلي بازار کې شدیده جګړه روانه ده.

Afghanistan Taliban Waffenstillstand
انځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

بل لوري ته په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د جګړې له شدت سره سم، پاکستان د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغانستان په هکله د یوه ځانګړي کنفرانس خبر ورکړی. د معلوماتو له مخې پاکستان ګڼ شمیر افغان سیاستوال دعوت کړي خو په دې کنفرانس کې د طالبانو د استازو د ګډون غوښتنه نه ده شوې.

د ولسمشر غني یوه نیږدې همکار ځايي رسنیو ته ویلي دي چې افغان حکومت د اسلام آباد د کنفرانس د ځنډیدو غوښتنه کړې، ځکه په خبره يې د حکومت مرکچي پلاوی لا له وړاندې له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه قطر ته د سفر په درشل کې دي.