1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډيلي کې د افغانستان سفارت په دايمي توګه تړل کيږي

۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه

په نوي ډيلي کې افغان سفارت په دايمي ډول تړل کيږي. دغه پرېکړه د سفارت په خبره د هند له حکومت سره د ننګونو او ناکافي ديپلوماتيک ملاتړ له کبله شوې ده.

https://p.dw.com/p/4ZOF1
نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت
نوي ډيلي کې د افغانستان سفارتانځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي دي چې د سفارت د تړلو پرېکړه د پنجشنبې ورځې راهيسې اعتبار لري او د اکتوبر د لومړۍ نېټې راهيسې د سفارت له هغه ګام سره سمون لري چې غوښتل يې خپل فعاليتونه ودروي، ځکه چې په افغاستان کې په رسميت پېژندل شوی حکومت نشته.

خو په ورته وخت کې يې پخوا ويلي وو چې افغان اتباعو ته به خپلو قونسلي خدمتونو ته دوام ورکوي. سفارت دا هم ويلي دي چې پخوانۍ پرېکړه »په دې هيله شوې چې د هند حکومتي دريځ به يې په نفع او په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت د عادي تدوام« په پلويتوب وشي. خو د تېرو اتو اوونيو راهيسې دغه سفارت ستونزې وګاللې ځکه چې »هم د طالبانو او هم د هند د حکومت له خوا دايمي فشار رامنځ ته شو څو کنترول له لاسه ورکړي.«هندوستان وايي په نوي ډيلي کې به د افغانستان سفارت پرانيستی پاته وي

په دې اړه د هند د بهرنيو چارو وزارت سمدلاسه څه نه دي ويلي. هند د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې يې په افغانستان کې بيا کنترول ترلاسه کړی دی. هند تر امريکا متحده ايالاتو څخه مخکې خپل ديپلوماتان له افغانستان څخه ايستلي دي او ويلي يې دي چې د ملګرو ملتونو پرېکړې ته به انتظار وباسي چې آيا د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني او که نه.ولي په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل شوی دی؟

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له خوا د ټاکل شوې عملې له خوا کنترولېده چې د هند چارواکو ورته هم د فعاليت اجازه ورکړې وه. د جمعې ورځې په اعلاميه کې راغلي دي چې د افغانستان د جمهوريت کوم ديپلوماتان نور په هند کې نه شته او دا چې هغوی اوس دريمو هيوادونو تللي دي.په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د اکتوبر له لومړۍ خپل فعاليتونه دروي

دا يې هم ويلي دي چې سفارت اوس د هند حکومت ته سپارل شوی او »يوازني کسان چې په هند کې حاضر دي له طالبانو سره تړلي ديپلوماتان دي.« زياته شوې چې »دا اوس د هند په حکومت پورې ده چې د سفارت پر برخليک پرېکړه وکړي، چې آيا تړلی به پاتې شي يا د دې امکان په ګډون ورته بديل وګوري چې هغه د طالبانو ديپلوماتانو ته هم وسپاري.«

د ملګرو ملتونو د کډوالو آژانس وايي په هند کې له ۴۰ زرو ثبت شوو کډوالو څخه يې دريمه برخه افغانان دي. د افغانستان د سفارت په خبره په تېرو دوو کلونو کې په هند کې د افغانانو شمېر ډېر کم شوی چې مهاجرو، محصلينو او نورو افغانانو دغه هېواد پرې ايښی دی. دا يې هم ويلي دي چې شمېر يې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهيسې نيمايي ته راټيټ شوی چې په دې ترڅ کې يوازې ډېرې کمې ويزې هم صادرې شوې دي.