د هوايي قواوو په بمبارۍ کي ۱۳ افغان امنیتي کسان وژل سوي
۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبهد بدخشان محلي چارواکو نن شنبه (د جون میاشتي څلرمه) خبر ورکړی دی، چي دغه پيښه د دغه ولایت د کوهستان په ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
همدا پرون جمعې ورځ هم د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کي د هوايي قواوو د بمباریو او په نتیجه کي یې د ډیروملکي خلګو د وژل کیدو او زخمي کیدو خبرونه ورکول سوي وه. حکومتي چارواکو بیا ویلي دي، چي هغوی بې وسلې طالبان وه او غوښتل یې یوه امنیتي پوسته چور کړي، کوم چي دوی ته اوښتې وه.
د نورو تر څنګ همدا نن شنبه په بغلان کي شپږ او کندهار کي بیا اوه پولیس وژل سوي دي. په مختلفو ولایتونو کي د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه هم ورکول سوي دي.
په افغانستان کي جنګونو تر هغه وروسته شدت پیدا کړی دی، کله چي د همدې عیسوي کال په می میاشت کي په رسمي ډول سره د امریکايي او ناټو نورو غړو هیوادونو قواوو د افغانستان څخه په وتلو شروع وکړه.
آ./م.ق.ن./ا.ا.