1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

«د افغانانو د اخراج پخاطر د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندل»

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

د جرمني د عوام پاله ګوند،AfD مشر ویلي دي، چي د طالبانو حکومت دي ژرترژره په رسمیت وپيژندل سي او په کابل کي دي ددغه هیواد سفارت خلاص سي، تر څو رد سوي کسان افغانستان ته اخراج سي.

https://p.dw.com/p/40DWt
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

دغه خبره د جرمني د عوام پاله حزب،AfD مشر، تیو کوپاله تیره پنجشنبه وکړه. هغه وايي، چي ډيپلوماتیک مناسبات «نباید پدې پوري مربوط سي، چي ایا سړی د هغه هیواد جهان بیني هم مني.»

کروپاله چي د خپل حزب د پارلماني فراکسیون د رییس سره په ګډه یې د جرمني د پارلماني انتخاباتو دپاره یو ټیم جوړ کړی دی همدارنګه وویل، چي «راتلونکی خارجه وزیر نباید د اوسني خارجه وزیر هایکوماس اشتباهات تکرار کړي او باید یو مستقلانه خارجي سیاست پر مخ بوزي.»

په خبره یې په کابل کي د جرمني سفارت نباید لکه په لیبیا کي اوه کاله تړلی پاته سي.

طالبانو د تیري سه شنبه په ورځ خپل ۳۳ نفره کابینه معرفي کړه، چي یوه ښځه هم نه وه پکښي او نه هم د نورو سیاسي ګروپونو څخه یو کس.

خارجه وزیر، ماس تر هغه یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت د ممکنه په رسمیت پیژندلو په ارتباط وویل چي: « زه په اوس وخت کي ددې کار داسي یو امکان نه وینم.»

په همدې حال کي ماس د تیري پنجشنبه په ورځ د لیبیا پایتخت طرابلس ته سفر وکړ، تر څو په دغه هیواد کي خپل سفارت تر اوو کالو وروسته بیرته خلاص کړي.