1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پيښور: مشهور وکيل عبدالطيف آفريدی وژل شوی دی

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د پاکستان د پوليسو په حواله مشهور وکيل او د بشري حقونو تکړه فعال چې تل یې د پاکستان پر پوځ او همدا راز پر وسله والو نيوکې کولې، په پېښور کې وژل شوی دی. په دې ترڅ کې شکمن بريدګر هم نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4MF7B
پيښور هايي کورټ ودانۍ
پيښور هايي کورټ ودانۍانځور: Faridullah Khan/DW

د سيمه ایزو پوليسو يوه چارواکي کاشف عباسي، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې  يوه په وسله سمبال سړی د پېښور په «هايي کورټ» ودانۍ کې عبدالطيف آفریدی چې په لطيف لالا مشهور وو په ډزو وژلی دی.

نوموړی چې يو مشهور سياستوال او د بشري حقونو فعال وو، د پاکستان د سپريم کورټ يا سترې محکمې د وکيلانو د ټولنې پخوانی مشر هم وو.

دغه چارواکي وويل: «موږ عامل د پېښې په صحنه کې نيولی دی.» هغه زياته کړه چې شکمن بريد کوونکی د وکيلانو لباس اغوستی وو او همدا لامل شوی چې هغه په آسانۍ سره د محکمې ودانۍ ته داخل شوی دی.

شمالي وزيرستان: په ځانوژونکې حمله کې درې عسکر او درې ماشومان وژل شوي

د پېښې په ځای کې موجودو وکيلانو وويل چې شکمن کس تر فايرونو وروسته د تېښتې هڅه نه ده کړې.

که څه هم چې د پېښور په هايي کورت کې تل ډېر پوليس موجود وي، خو بيا هم ودانۍ ته د داخليدو پر وخت د بدن تلاشي نه اخيستل کيږي. په پاکستان کې تل د محکمې په ودانيو کې امنيتي تدابير تر پوښتنې لاندې نيول شوي دي.

په پیښور کې یو قاضی ویشتل شوی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د عبدالطيف آفريدي وژنه غندلې ده او په دې تړاو یې خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

آفريدی چې يو مشهور سياسي او د بشري حقونو فعال وو، تل یې د پاکستان پر پوځ په سياست کې د مداخلې او د وسله والو د ملاتړ تورونه لګول او د پوځ پر دغه احتمالي کړنه یې نيوکې کولې.

ب. ص/ ش. ن (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: