1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه افغان سرتیري په کندز کې خپل نهه ملګري وژلي

۱۳۹۶ فروردین ۳, پنجشنبه

یوه افغان سرتیري په کندز کې پر خپلو ملګرو ډزې کړي دي او نهه کسان يې وژلي دي. د پولیسو یوه ویاند دغه پیښه تایید کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ZnKL
Afghanistan Kämpfe um Kundus Spezialkräfte der Afganischen Armee
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan Safi

پيښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د کندز ولایت د علي آباد او کندز تر منځ پر پرتې لویې لارې رامنځ ته شوې ده.

برید کوونکی چې کیدای شي له طالبانو سره یوځای شوی وي، د پیښې له سیمې تښتیدلی دی او له ځان سره یې د پولیسو وسلې او نور تجهیزات وړي دي. دغه پیښه د پولیسو د شمالي زون ویاند محفوظ الله اکبري، تایید کړې ده.

د پیښې پر مهال د پوستې قوماندان محمد ګل، په سیمه کې حاضر نه وو. ویل کیږي چې برید کوونکي تر تیښتې مخکې د خپلو همکارانو مړو ته اور ورته کړی دی.

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې خو له دې یې انکار کړی چې د وژل شویو کسانو مړي یې سوځولي دي.