کابل ته د خلیل زاد سفر او افغان سوله کې نوي خنډونه
۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبهد افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ لومړی نیټه) له اسلام آباد څخه کابل ته تللی. ارګ وايي، خلیل زاد به نن د ورځې ناوخته له ولسمشر غني سره وګوري. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل: «کابل ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر پرمهال به دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه جزیات د افغانستان دولت مقاماتو سره شریکوي او د دې لېدنو جزیات به وروسته له خلکو سره شریک کړو.»
ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کې ؤ او هلته هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر قمر باجوه سره پر افغان سوله غږېدلی.
د نړېوالو مسایلو شنونکي عبدالشکور سالنګی وايي، داسې بریښي چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد ماموریت پای ته رسېدلی او اوس یې هڅه دا ده چې له طالبانو سره شویو هوکړو ته د پاکستاني او افغان چارواکو ملاتړ ور جلب کړي.
ښاغلي سالنګي دویچه ویله ته وویل: «پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافقاتو خوښ دی خو اوس به خلیل زاد په کابل کې افغان چارواکي دې ته هڅوي چې دغه توافقات ومني.»
زلمی خلیلزاد داسې مهال اسلام اباد او کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې له تازه خنډونو سره مخامخ شوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین، له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې امریکايي لوری تورن کړی چې د سولې خبرې ځنډنی کوي او نوي خنډونه ورته جوړوي.
نوموړي د دغو خبرو د ځنډېدو لامل د سولې هوکړه لیک ترلاسلیک وړاندې د «تاوتریخوالي کمېدو» د څرنګوالي پر سر اختلاف ښودلی دی.
شاهین ویلي: «مونږ موافقه کړې وه چې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال به خوندې چاپيریال رامنځته کوو خو امریکایانو نوې غوښتنې مطرح کړې، چې له همدې امله د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شوی.»
تراوسه په سمه توګه روښانه نه ده چې د افغان سولې په بهیر کې د امریکایانو نوې غوښتنې څه دي، خو ځینو سرچینو ویلي چې اوس امریکا طالبانو ته اته نوې غوښتنې وړاندې کړي. د سرچینو پر وینا، په دغو غوښتنو کې یوه دا هم ده چې طالبان باید په دایمي توګه د «تاوتریخوالي کمېدو» سره موافقه وکړي.