1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د بشارالاسد سفر؛ له نړيوالې انزوا څخه د وتلو هڅه

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د چین د دولتي خبري آژانس په حواله د سوريې ولسمشر بشار اسد له سياسي او اقتصادي پلاوو سره د سپتمبر پر۲۱مه نېټه چين ته رسېدلی دی. دا په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته چین ته د اسد لومړنی سفر دی.

https://p.dw.com/p/4WeJn
چین ته د بشار اسد سفر
چین ته د بشار اسد سفرانځور: Huang Zongzhi/Xinhua/picture alliance

د رپوټونو پر اساس د سوريې ولسمشر بشار اسد له خپلې مېرمنې اسما اسد او د سوريې له سياسي او اقتصادي پلاوو سره د چين په ختيځ کې د هوانګ ژو ښار ته ورسیدل.

دغه سفر چې د چين د دولت د مشر شي جين پينګ په رسمي بلنه ترسره شوې، د سورېې د بهرنيو چارو وزير فيصل المقداد، د اقتصاد وزير سامر الخليل، د ولسمشر ځانګړې سلاکاره بثینه شعبان، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او په چين کې د سوريې سفير هم پکې ګډون درلود.

د اسد رژیم ته نږدې رسنیو ویلي، نوموړی به چین ته د خپل سفر په ترڅ کې په پيکنګ او هانګژو کې له چینايي چارواکو سره وګوري او د اسیايي لوبو د پرانیستې په مراسمو کې به هم ګډون وکړي.

دا سفر چې له څو کلونو وروسته ترسره کېږي، په سوریه کې د خونړۍ کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته چین ته د بشارالاسد لومړنی سفر بلل کېږي. چین د روسیې او ایران له رژیم سره یوځای په سوریه کې د ۱۲ کلنې جګړې په ترڅ کې د بشارالاسد د حکومت له اصلي ملاتړو څخه وو او د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې چې شاوخوا نیم میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ هغه اته ځله ویټو کړ او د سوریې د رژیم پر وړاندې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه رد کړل.

چین ته د بشارالاسد سفر په داسې حال کې کیږي، چې له اوږدې مودې راهیسې د اعتراضونو له کمیدو وروسته د سوریېپه جنوب کې د سویدا ولایت په ځینو سیمو کې د بشارالاسد د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ولسي پاڅونونه بیا پیل شوي دي. سوریه د اقتصادي بحران لامل د لویدیځ بندیزونه او د امریکا ملاتړي کرد جنګیالیو په توګه پیژني چې د عراق پولې ته نږدې د هیواد په ختیځ کې د تیلو تر ټولو لوی ساحې کنټرولوي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دا چین ته د اسد لومړی سفر دی او چین ته یې وروستی سفر په ۲۰۰۴ کال کې وو. د يادونې وړ ده چې چين تل د اسد له رژيم سره پراخې ديپلوماتيکې اړيکې لري او تر دې وړاندې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۱ کال په جولای مياشت کې د سوريې له چارواکو سره د ليدنې لپاره د دغه هېواد پلازمېنې دمشق ته سفر کړی وو.

د انزوا څخه د وتلو هڅه

کارپوهان په دې باور دي چې چین ته د اسد سفر د چین د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي په منځني ختیځ سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. شپږ میاشتې مخکې پيکنګ کې د تهران او ریاض ترمنځ د منځګړیتوب له لارې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل لپاره شرایط برابر کړل.

سیاسي کتونکي د بشار الاسد سفر د هغه د هڅو په لړ کې ارزوي چې د سوریې د رژیم پر وړاندې د یوې لسیزې څخه زیات سیاسي او ډیپلوماټیک انزوا او د لویدیځ بندیزونه پای ته ورسوي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، بشارالاسد د اسيايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې له ګډون يوه ورځ مخکې د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري.

د اسوشیتید پرس په وینا، چین اراده لري چې د سوریې په بیارغونه کې مهم او کلیدي رول ولوبوي چې لسګونه میلیارده ډالره لګښت پرې راځي. تېر کال سوريه د چين د يو کمربند او يوې لارې په نوښت کې شامله شوه چې له مخې يې پيکنګ د نړۍ په پرمختيايي سيمو کې د بنسټيزو پروژو له لارې خپل نفوذ پراخوي.

څو ورځې وروسته له هغې چې د سوریې رژیم له عربي ټولنې سره یوځای شو بشارالاسد له هغه مخکې په سعودي عربستان کې د عربي ټولنې په غونډه کې هم ګډون کړی وو.