چين د پاکستان سمندري ځواک ته نوي اوبتلونه ورکوي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۱, جمعه
دا اوبتلونه د چين جوړ جی – ۱۰ سي پر جنګي جېټ الوتکو سربیره دي چې تېر کال د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې په ترڅ کې په لومړي ځل په يوه عملي جګړه کې آزمويل شوې وې.
پاکستان او چين له اوږدې مودې راهېسې متحدين دي او تر دغه کړکيچ وروسته د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري لا پسې ډېره شوې ده.
په اسلام آباد کې حکومت وايي چې د چين جوړې الوتکې د هغه هوايي بريد برخه وې چې د تېر کال په دوبي کې یې د فرانسې ساخت رافال جنګي الوتکې ويشتلې وې.
د چين په سانيا ښار کې د دې اوبتلونو چې «هانګور» نومیږي، د پاکستان د سمندري ځواک د برخې ګرځولو په موخه مراسم ترسره شوي ول. د پاکستان د پوځ له لوري ويل شوي دي چې په دې مراسمو کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، او د هېواد د سمندري ځواک مشر نويد اشرف، ګډون کړی وو.
خو پوځ د اوبتلونو د شمیر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د پاکستان د سمندري ځواک له پاره «ډېر مهم پړاو»
يوه پاکستاني دولتي چارواکي وويل چې چين به پاکستان ته ۸ اوبتلونه ورکړي چې له دې څخه به یې څلور په چين کې جوړ او پاکستان ته وسپارل شي او نور څلور به پاکستان ته د دغه تنکنالوژۍ د انتقاليدو د پروګرام په ترڅ کې جوړ کړل شي.
دغه چارواکي وويل: «موږ په راتلونکي کې د خپل دفاعي توليد په ترڅ کې د دې [اوبتلونو] د واردولو په موقف کې هم واوسو.»
د پاکستان د سمندري ځواک مشر نويد اشرف، دا ګام «د سمندري دفاع د پياوړي کولو او د عصري تکنالوژۍ ترڅنګ د اوبتلونو د عصر کولو په عمل کې يو ستر پړاو» بللی دی.
نوموړي وويل چې دا هنګور ډوله اوبتلونه به په عصري وسلو، جديدو سينسورنو او نورو عصري وسايلو سمبال وي. هغه وويل چې دا به په سيمه کې د سمندري نظم او ثبات په ټینګولو او د تیري د مخنيوي په برخه کې مهم نقش ولوبوي.
پاکستان ته د دې اوبتلو د ورکړې خبر په داسې حال کې خپور شوی دی چې دغه هېواد په دې وروستيو اونيو کې د توغنديو نوې تجربې هم کړي دي.