چارواکي: د فارياب په قیصار ولسوالۍ کې جګړه روانه ده
۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبهد آلمان خبري آژانس د فاریاب ولایت د يو شمیر ځايي چارواکو له قوله ليکي چې وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه مرکز باندې د موټر بم بريد کړی او تر هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ درنه نښته شوې ده.
د قیصار ولسوال عبدالباقي هاشمي ويلي دي چې په دغو نښتو کې د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون، لږ تر لږه لس تنه حکومتي پلوه ځواکونه وژل شوي دي. رپوټ زیاتوي چې کیدای شي تلفات تر دې هم لوړ وي او اټکل کوي چې د وژل شوو شمیر له ۳۰ هم ډير وي.
د هاشمي په خبره ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي په داسې حال کې چې ۲۰ تنه حکومتي ځواکونه د طالبانو له خوا نيول شوي دي.
د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې طالبانو کولای شول چې د پولیسو قومانداني او د ښاروالۍ ساختمان چې د ولسوالۍ له مرکز څخه په يو کيلومترۍ کې واقع دي، هم ونيسي.
د فاریاب د درو تنو ځايي چاروکو په خبره، د قیصار ولسوالۍ مرکز او د کوهي په نوم کلی د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دی او جګړه ادامه لري.
وسله وال طالبان له کلونو راهيسې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پر لرو پرتو سیمو باندې کنترول لري او په وروستيو کې يې د ولسوالۍ پر مرکز هم خپل خونړي بریدونه پيل کړي دي. د قیصار ولسوال وايي چې د دغو حملو له کبله په زرونو کورنۍ د ولایت مرکز او نور سیمو ته کډه شوي دي.
دي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.